د ویسټ انډیز په وړاندې په اعلان شوې لوبډله کې محمدي نشته

خبریال: فضل رحیم رحیمي – د افغانستان کرکټ بورد د ویسټ انډیز پر وړاندې د یو ورځنیو اوشل اويزو سیالیو لپاره لوبډلې اعلان کړې.

په دواړو لوبډلو کې د تکړه لوبغاړي شهزاد محمدي نوم نشته. له دې داسي ښکاري چې د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري پر محمدي لګېدلی بندیز د دې سبب شوی چې افغانستان د ویسټ انډیز په مهمو سیالیو کې له خپل دغه ټکړه ویکټ کیپراو بیټسمن څخه بې برخې شي.

افغان کرکټ ملي لوبډله به د جون پر دوهمه نیټه له کوربه هیواد ویست اڼډیز سره، درې شل اوريزې او درې یوه ورځینۍ لوبې وکړي. د افغانستان کرکټ بورډ د ویسټ اندیز په وړاندې د دغو سیالیو لپاره نن خپلې لوبډلې اعلان کړې.

شهزاد محمدي
شهزاد محمدي به په دې سیالیو کې له افغان ټیم سره نه وي

د شل اوريزولو سیالیو لپاره په اعلان شوې لوبډله کې، لوبډلمشر اصغرستانکزی، نورعلي ځدران، جاوید احمدی، محمد نبي، شفیق الله شفق، ګلبدين نایب، رحمت شاه، ناصر جمال، عثمان غني، سمی ع الله شینواری، راشدارمان، شاپورځدران، امیرحمزه، فرید ملک، دولت ځدراڼ او کریم جنت شامل دي.

په احتیاطي لوبغاړو کې بیا نوین الحق، افسرځاځی، او شرف الدین اشرف شامل دي.

د یوه ورځنیو لوبو لپاره بیا په لویډله کې، لوبډلمشر اصغرستانکزی، نورعلي ځدران، عثمان غني، جاویداحمدي، محمدنبي، نجیب الله ځدران، ګلبدين نایب، راشدخان ارمان، شفق الله شفق،امیر حمزه، سمیع الله شینواری، فرید ملک، دولت ځدراڼ،او کریم جنت شامل دي.

په احتیاطي لوبغاړو کي بیا نوین الحق، افسرخان ځاځی او شرف الدین اشرف شامل دي.
د دواړه لوبډلو ترمنځ به لومړۍ شل اوريزه لوبه د جون په دوهمه نیټه په ویسټ انډیز کې وشي.

د افغانستان کرکټ لوبډلې تر دې وړاندې د شل اوره نړیوال جام په سیالیو کې ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې ته ماته ورکړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *