ویسټ انډیز د افغانستان په وړاندې خپل ټیم اعلان کړ

تاند- د ویسټ انډیز د کرکټ بورډ د غوراوي پلاوي د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې په وړاندې د ۳ شل اوره سیالیو لپاره خپل دیارلس کسیز ټیم اعلان کړ.

د افغانستان په وړاندې د ویسټ انډیز په غوره شوې لوبډله کې یو نوی لوبغاړی، رانسفورډ بیټن هم شامل دی. دغه ۲۴ کلن لوبغاړی فاسټ باولر دی.

ده تراوسه پورې په ۳۶ شل اوره سیالیو کې ګډون کړی چې په لړ کې یې ۳۱ ویکټونه اخیستي دي.

ال راونډر یا ټولوبي جاسن هولډر ته په دې سیالیو کې برخه نه ده ورکړای شوې.

د ویسټ انډیز د کرکټ بورډ د غوراوي پلاوي د افغانستان په وړاندې د تمریني یا دوستانه مسابقې لپاره هم د ټیم غړي اعلان کړل.

د افغانستان او ویسټ انډیز ټولې سیالۍ به په سینټ کیټس ښار کې د جمایکا په وخت د مازدیګر په ۶ نیمې بجې پیل شي.

د شل اوره سیالیو لپاره د ویسټ انډیز لوبډله:

Carlos Brathwaite (Captain)

Samuel Badree

Ronsford Beaton

Evin Lewis

Jason Mohammed

Sunil Narine

Kieron Pollard

Rovman Powell

Marlon Samuels

Lendl Simmons

Jerome Taylor

Chadwick Walton

Kesrick Williams

د تمریني یا دوستانه سیالۍ ټیم:

Ashley Nurse (Captain)

Jonathan Carter

Johnson Charles

Sheldon Cottrell

Miguel Cummins

Andre Fletcher

Delorn Johnson

Kyle Mayers

Veerasammy Permaul

Nicholas Pooran

Raymond Reifer

Devon Thomas

د مسابقو نېټې:

دوستانه یا تمریني سیالي، د مې ۳۰ مه، د سې شنبې ورځ، د سیالۍ ځای: وارنر پارک

د جون دوهمه، جمعه، لومړۍ نړیواله شل اوره سیالي، ځای: وارنر پارک

د جون درېمه، د شنبې ورځ، دوهمه شل اوره نړیواله مسابقه، وارنر پارک

د جون ۵ مه، د دوشنبې ورځ، درېمه نړیواله شل اوره سیالي، ځای: وارنر پارک.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *