کمزوری بیټنګ د افغانستان په وړاندې د ویسټ انډیز د بری سبب شو

تاند- ویسټ انډیز تېره شپه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته په ۴ ویکټونو او ۶۴ توپونو ماتې ورکړه.

په دې سیالۍ کې بیا هم د افغانستان بیټنګ زښت کمزوری و.

افغان لوبغاړو، چې پچه یې ګټلې وه لومړی بیټنګ وکړ خو ټول لوبغاړي یې په ۳۷ اوور او درېم توپ وسوځېدل.

له ګلبدین نایب پرته، چې ۵۱ منډې یې وکړې، هیڅ افغان لوبغاړي تر ۱۳ زیاتې منډې ونه کړای شوې.

په دې سیالۍ کې جاوید احمدي، چې ورته زیاته هیله وه، رن اوټ شو. نوموړي په ۳۱ توپونو یوازې ۹ منډې وکړای شوې.

خو په باولینګ یا توپ اچونه کې بیا هم راشد ارمان ښه وځلېد. ارمان که څه هم په مناسب وخت میدان ته راونه ایستل شو ځکه چې ویسټ انډیز د افغانستان د خورا ټیټ هدف په وړاندې د خپلو منډو شمېر ۳۷ ته رسولی و، ده نه یوازې درې لوبغاړي وسوځول بلکې په ۱۰ اوورونو کې یې یوازې ۲۶ منډې ورکړې.

ګلبدین نایب د بیټنګ ترڅنګ په بالینګ کې هم ښه ثابت شو. ده په ۵ اوورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول. محمد نبي په ۱۰ اوورونو کې یو لوبغاړی وسوځاوه او ۳۳ منډې یې ورکړې.

اوس دواړه ټیمونه په یو ورځنیو سیالیو کې مساوي دي. درېمه یا برخلیک ټاکوونکې یو ورځینۍ مسابقه به د چهارشنبې په ورځ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *