افغان لوبډلې د ویسټ انډیز بي ټیم مات کړ

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د ویسټ انډیز له ملي لوبډلې سره تر رسمي مسابقې وړاندې د چهارشنبې په ورځ د دغه هیواد له بي ټیم څخه تمریني یا دوستانه مسابقه وګټله.

افغان ټیم پچه وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لومړی بیټنګ وکړي.

د محمد شهزاد په غیاب کې عثمان غني په ۳۳ منډو ښه پرانیستونکی ثابت شو خو د ویسټ انډیز (Miguel Cummins) د ۱۹ منډو په ورکولو ۳ افغان لوبغاړي وسوځول او افغان ټیم یې تر فشار لاندې راووست.

دا وخت د افغانستان د منډو شمېر ۵۷ و او ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي ول.

افغان لوبغاړو په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په مشکله ۱۱۵ منډې وکړای شوې.

د ویست انډیز پرانیستګر لوبغاړي جانس چارلس یوازې په ۴۴ توپونو ۵۳ منډې وکړې او داسې وایسېده چې لوبه ګټي.

خو راشد ارمان په داسې حال کې ۳ لوبغاړي وسوځول چې یوازې یې ۱۱ منډې ورکړې. محمد نبي هم د۲۰ منډو د ورکولو په بدل کې ۲ او امیر حمزه د ۱۷ منډو د ورکولو په بدل کې ۲ لوبغاړي وسوځول.

د ویسټ انډیز بي ټیم په ټولو ۲۰ اوورونو کې ۱۰۳ منډې جوړې کړای شوې او دا لوبه یې په ۱۲ منډو پر افغانستان وبایلله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *