افغان لوبډلې ویسټ انډیز ته د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه، اوس ویسټ انډيز توپوهنه کوي

 افغان لوبډلې د لوبې د پچې په ګټلو سره توپوهنه پیل کړه چې په ټولو ۲۰ اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو له سیالې لوبډلې ۱۴۷ منډې ترلاسه کړې چې د افغان توپوهونکو له منځه حضرت الله ځاځي او کریم جنت هر یوه ۲۶، ګلبدین نایب ۲۴ او نجیب الله ځدراڼ ۲۰ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

 د ویسټ انډیز توپ اچوونکو په استازیتوب بیا ویلیمز درې، پاول او جېسن هولډر هر یوه دوه افغان لوبغاړي وسوځول.

اوسمهال د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډله د توپوهنې لپاره میدان ته راښکته شوې ده او د افغان لوبډلې د پورته هدف د ترلاسه کولو په موخه یې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره په لسو اورونو کې ۴۵ منډې ترلاسه کړي دي.