افغان کرکټ ملي لوبډلې ویسټ انډیز ته د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه

 د افغانستان او وېسټ انډیز ترمنځ د دریو نړیوالو یوې ورځنیو لوبو لومړۍ لوبه روانه ده. شیبه وړاندې د افغانستان توپ وهنه پای ته ورسېده او وېسټ انډیز ته يي د ۱۹۵ منډو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه وېسټ انډیز وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.
افغانستان لپاره حضرت الله ځاځی او جاوېد احمدي توپ وهنه پیل کړه، خو له ځانگړو منډو پرته حضرت الله ځاځی خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او رحمت شاه توپ وهنه پیل کړه. له ځانگړی ځنډ او منډو پرته د لوبې شپږم اور کې جاوېد احمدي هم کمزورې لوبې څخه وروسته خپله وېکېټه له لاسه ورکړه.
دوو مهمو وېکېټو له لاسه ورکولو څخه وروسته د رحمت شاه او اکرام علي‌خېل غوره او اوږده ملگرتیا افغانستان له ستونزمنو حالاتو وژغورله او د پرلپسې وېکېټو له لاسه ورکولو لړۍ ته يي هم د پای ټکی کېښود.
رحمت شاه او اکرام علي‌خېل په ۱۲۴ توپونو د ۱۱۱ منډو غوره او اوږده ملگرتیا جوړه کړه، او دغه ملگرتیا د لوبې اوه ویشتم اور کې د اکرام علي‌خېل سوځېدو سره پای ته ورسېده. نوموړی رحمت شاه ته د نیمه سلیزې مبارکي ویلو لپاره له وخت وړاندې له خط بهر شو او د وېسټ انډیز وېکېټ ساتونکی له لوري رن اوټ شو.
له اکرام علي خېل یوازې دوه توپونه وروسته نجیب ځدران هم له کومې منډې جوړولو پرته خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او په دې ډول افغانستان یو اور کې دوه لوبغاړي له لاسه ورکړې.
دوه مهمو وېکېټو له لاسه ورکولو څخه وروسته رحمت شاه هم د لوبې دري دېرشم اور کې اصغر افغان سره د ۲۶ منډو لنډې ملگرتیا څخه وروسته خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او په ځای يي محمد نبي توپ وهنه پیل کړه، خو له ځانگړی ځنډ او منډو پرته د لوبې شپږ دېرشم اور کې محمد نبي هم د شاټ وهلو هڅه کې خپله وېکېټه له لاسه ورکړه.
د لوبې دري څلوېښتم اور کې گلبدین نایب اصغر افغان سره د ۳۳ منډو ملگرتیا څخه وروسته خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او په دې ډول له ۲۰۰ منډو څخه وړاندې افغانستان خپله اوومه وېکېټه هم له لاسه ورکړه او راشد خان توپ وهنه پیل کړه، خو یوازې دوه توپونه وروسته راشد خان هم له کومې منډې جوړولو پرته خپله وېکېټه له لاسه ورکړه.
د پرلپسې وېکېټو له لاسه ورکولو لړۍ بیا هم ادامه پیدا کړه او دا ځل اصغر افغان د شای هوپ پیاوړې او چټکې ډگر ساتنې پایله کې رن اوټ او خپله وېکېټه يي له لاسه ورکړه. اصغر افغان د افغانستان وروستی توپ وهونکو و او له نوموړي وروسته مجیب الرحمن توپ وهنه پیل کړه.
د لوبې شپږ څلوېښتم اور په دوهم بال نوین الحق هم د شاټ وهلو هڅه کې خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او په دې ډول د افغانستان توپ وهنه پای ته ورسېده.
افغانستان د رحمت شاه او اکرام علي‌خېل غوره توپ وهنې او ملگرتیا په مرسته ۴۵٫۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۹۴ منډې جوړې کړې او وېسټ انډیز ته يي د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه.
افغانستان لپاره رحمت شاه په ۸۰ توپونو د شپږ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۱، اکرام علي‌خېل په ۶۲ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۸ او اصغر افغان په ۵۲ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۳۵ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.
حضرت الله ځاځی په ۲۱ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۹، جاوېد احمدي په ۱۳ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۵، نجیب الله ځدران په ۳ توپونو صفر، محمد نبي په ۱۴ توپونو ۱، گلبدین نایب په ۱۶ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۱۷، راشد خان په دوو توپونو صفر او نوین الحق په ۹ توپونو ۱ منډه جوړه کړه.
وېسټ انډیز لپاره هولډر، شېفرډ او چېس دوه دوه او کوټرېل او والش یوه یوه وېکېټه واخیسته.