افغان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه

د درې اړخیزو شل اوریزو لوبو په لړ کې د افغانستان او زمبابوي لوبه روانه ده. افغانستان لومړۍ توپ وهنې سره کمزورې توپ وهنه پایله کې زمبابوي ته د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه.

د لوبې پچه افغانستان وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

افغانستان نننۍ لوبه درې بدلونونو سره پیل کړه او د کریم جنت، فرید احمد او نجیب ترکی په ځای يي د شفیق الله شفق، دولت ځدران او فضل نیازی د لوبولو پرېکړه کړې وه.

نننۍ لوبې کې افغانستان لپاره بیا هم حضرت الله ځاځی او رحمن الله گربز توپ وهنه پیل کړه. دغه دواړه لوبغاړي افغانستان لپاره په ۵۸ توپونو د ۸۳ منډو ملگرتیا جوړه کړه، چې دغه ملگرتیا بیا د حضرت الله ځاځی سوځېدو سره پای ته ورسېده.

حضرت الله ځاځی تر سوځېدو وروسته له ځانگړی ځنډ او منډو پرته شفیق الله شفق، رحمن الله گربز،  محمد نبي او نجیب الله ځدران هم خپلې وېکېټې له لاسه ورکړې او په دې ډول له ځانگړی ځنډ پرته د افغانستان پنځه مهم لوبغاړي وسوځېدل.

د لوبې نولسم اور کې گلبدین نایب هم د شاټ وهلو هڅه کې خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او د افغانستان ستونزې نور هم زیاتې شوې او له هغې وروسته بیا هم له منډو جوړولو پرته د وېکېټو له لاسه ورکولو لړۍ د لوبې وروستۍ اور پورې ادامه پیدا کړه.

ټاکل شوو شلو اورونو پوره کېدو سره افغانستان یوازې د رحمن الله گربز پیاوړې او غوره توپ وهنې په مرسته خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۵ منډې جوړې کړې او زمبابوي ته يي د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.

افغانستان لپاره رحمن الله گربز په ۴۷ توپونو د څلورو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۶۱ او حضرت الله ځاځی په ۲۴ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۱ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

شفیق الله شفق په ۱۳ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۱۶، نجیب ځدران په ۸ توپونو ۵، محمد نبي په ۲ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۴، گلبدین نایب په ۷ توپونو د یوې شپږیزې په مرسته ۱۰، فضل نیازی په ۱۵ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۱۲ او اصغر افغان په ۱ بال له کومې منډو جوړولو پرته وسوځېد. راشد خان په ۶ توپونو د یوې شپږیزې په مرسته ۹ او دولت ځدران د کوم توپ وهلو پرته ناسوځېدلي پاتې شول.

زمبابوي لپاره امپوفو ۴، موټومباډزي ۲ او جاروېس او وېلیمز یوه یوه وېکېټه واخیسته.