افغانستان زمبابوې ته د ۱۹۸ منډو هدف وټاکه

د درې اړخیزو شل اوریزو لوبو په لړ کې همدا اوس د افغانستان او زمبابوي لوبه روانه ده. دغې لوبې کې افغانستان پیاوړې توپ وهنې پر مټ زمبابوي ته د ۱۹۸ منډو هدف وټاکه.

د لوبې پچه زمبابوي وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

افغانستان لپاره نننۍ لوبې کې حضرت الله ځاځی او رحمن الله گربز توپ وهنه پیل کړه. د یادونې ده چې نننۍ لوبه د رحمن الله گربز لومړنۍ نړیواله شل اوریزه لوبه ده.

که څه هم رحمن الله گربز لومړیو اورونو کې له ستونزو سره مخ شو، خو وروسته يي چټکه توپ وهنه پیل کړه او له ځانگړی ځنډ پرته يي حضرت الله ځاځی سره د ۵۰ منډو ملگرتیا پوره کړه. دغه ملگرتیا د لوبې شپږم اور کې د حضرت الله ځاځی سوځېدو سره پای ته ورسېده.

له ځانگړی ځنډ پرته د لوبې اووم اور کې رحمن الله گربز هم خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او په دې ډول د افغانستان دوهم لوبغاړی هم وسوځېد. حضرت الله ځاځی سوځېدو څخه وروسته نجیب ترکی او د رحمن الله گربز سوځېدو څخه وروسته اصغر افغان توپ وهنه پیل کړه.

د حضرت الله ځاځی او رحمن الله گربز څخه وروسته افغانستان لپاره د منډو جوړولو لړۍ ورو شوه او د لوبې دولسم اور کې له ځانگړو منډو پرته نجیب ترکی هم خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او پر ځای يي نجیب ځدران توپ وهنه پیل کړه.

د لوبې څوارلسم اور کې اصغر افغان هم کمزورې توپ وهنې څخه وروسته خپله وېکېټه له لاسه ورکړه، چې له هغې وروسته محمد نبي توپ وهنه پیل کړه او نجیب الله ځدران سره يي د څلوریزو او شپږیزو باران جوړ کړ.

د لوبې وروستیو اورونو کې په یوازې ۴۰ توپونو د محمد نبي او نجیب الله ځدران د ۱۰۷ منډو چټکه او مهمه ملگرتیا افغانستان سره غوره او ستر هدف ټاکلو کې د پام وړ مرسته وکړه.

افغانستان ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د رحمن الله گربز، نجیب الله ځدران او محمد نبي پیاوړې توپ وهنې سره ۱۹۷ منډې جوړې کړې.

افغانستان لپاره نجیب الله ځدران په یوازې ۳۰ توپونو د پنځو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۶۹ ناسوځېدلي منډې، محمد نبي په ۱۸ توپونو د څلورو شپږیزو په مرسته ۳۸ او رحمن الله گربز په ۲۴ توپونو د پنځو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۳ منډو جوړولو سره پیاوړې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه.

حضرت الله ځاځی په ۱۴ توپونو د یوې شپږیزې په مرسته ۱۳، نجیب ترکی په ۱۹ توپونو د یوې شپږیزې په مرسته ۱۴ او اصغر افغان په ۱۶ توپونو د یوې شپږیزې په مرسته ۱۴ منډو جوړولو سره خپلې وېکېټې له لاسه ورکړې.

زمبابوي لپاره چېتارا او وېلیمز دوه دوه او اېنزلي یوه وېکېټه واخیسته.