انګلیستان په ۹ ویکټو او ۱۹۵ منډو افغانستان ته ماتې ورکړه

تاند- افغانستان خپله دوهمه یو ورځینۍ تمریني مسابقه په ډېر توپیر په انګلیستان وبایلله.

انګلیستان دا سیالي په خورا اسانۍ په ۹ ویکټونو الو ۱۹۵ منډو وګټله.

ګومان نه کېږي چې افغانستان دې تر دې وړاندې کومه سیالي په دومره توپیر بایللې وي.

د دې سیالۍ پچه انګلیسي کیپتان وګټله او غورزه یې وبلله چې لومړی افغانستان بیټنګ وکړي.

د افغانستان لومړي لوبغاړي حضرت الله ځاځی او رحمت شا ژر وسوځېدل خو نورعلي په ۳۴ توپونو ۳۰ منډې وکړې.

رحمت الله شهیدي او نجیب ځدراڼ بط ضرورته رن اوټ شول. خو محمد نبي نه یوازې د انکلیستان یو لوبغاړی وسوځاوه بلکې د افغانستان لپاره یې تر ټولو زیاتې منډې هم وکړې. ده په ۴۲ توپونو ۴۴ منډې وکړې. دولت ځدراڼ هم سره له دې چې وروستی لوبغاړی و، په ۱۷ توپونو ۲۰ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو. افغانستان ټولټال ۱۶۰ منډې جوړې کړای شوې.