د پاکستان تر ماتي وروسته، افغان لوبډله د انګلنډۍ لوبډلې د ماتي په تکل لوبیږي

 تاند – ټاکل شوې چې نن/دوشنبه/ افغان کرکټ ملي لوبډله د یو ورځنېو سیالېو د نړیوال جام سیالېو څخه دمخه په تمریناتي سیالۍ کې ولوبیږي. دغه لوبه د پلازمېنې کابل پر وخت ۲ بجې ترسره کیږي.

افغان لوبډله وروسته له هغې د کوربه انګلنډ خلاف په تمریناتي سیالۍ کې برخه اخلي، چې د تېرې جمعې په ورځ یې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته ماته ورکړه.

د نړیوال جام لپاره له لسو نړیوالو لوبډلو څخه یې د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کهولي ویلي چې سږ کال نړیوال جام حیرانوونکی دی، ځکه افغان لوبډله پکې قرار لري، نوموړي د افغان لوبډلې د تېرو ۵ کلونو چټک سفر ته اشاره کړې ده او ویلي دي چې یاده لوبډله په ۲۰۱۵ م کال کې یو ډول وه، خو اوس پياوړې لوبډله ښکاري او امکان شته چې د نړۍ پیاوړې لوبډلې ماتې کړي.

افغان لوبډله نړیوال جام کې د نړۍ په پیاوړو لوبډلو سره سیالۍ لري او کرکټ پوهانو د وړاندوینې په توګه د افغان لوبډلې پرمختګ ته هم اشاره کړې ده.

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د مۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه پیلیږي.