افغان کرکـټ ملي لوبډله نن د پاکستان په وړاندې لوبیږي

خان وزیر عابد    

ټاکل شوې چې د راتلونکي نړیوال جام وړاندې په وارم اپ یا تمریناتي سیالۍ کې د کابل پر وخت نن غرمه دوه بجې افغان کرکټ ملي لوبډله د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

افغان لوبډله د همدې سیالۍ لپاره بریسټول لوبغالي ته رسېدلې ده. د افغان ملي لوبډلې او د پاکستان ترمنځ دا یوورځنۍ سیالۍ ډېر زیات لیدونکي لري، ټول افغان ولس ورته له ډېرې مودې راهیسې په تمه دی او داسې انګېرل کېږي چې یاده سیالي به د احساساتو او جزبو ډکه وي.

دا یو ورځنۍ لوبه نړیوال جام ته د تیاریو په موخه ترسره کېږي چې ګټل بایلل هېڅ باک نه کوي هیڅ لوبډله پرې درجه بندۍ کې مخکې او وروسته نه کېږي، خو که کومه لوبډله یې ګټې نړیوال جام ته به په ښه مورال ورځي.

د نړیوال جام وړاندې افغانستان دوه تمریناتي سیالۍ لري، یوه همدا نن د پاکستان په خلاف او دویمه یې د کوربه انګلستان خلاف د مۍ پر ۲۷ مه نېټه ترسره کېږي، له هغې وروسته نړیوال جام په ۳۰ مه نېټه پیلیږي او په لومړنۍ رسمي سیالۍ کې افغانستان د جون پر لومړۍ نېټه د اسټرالیا خلاف لوبېږي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیالۍ وړاندې پاکستانی کمېننټر رمېز راجا وایې: «دواړه لوبډلې د ګټلو پنځوس پنځوس سلنه چانس لري، تر څو سیالۍ وګټي؛ افعانستان او پاکستان په اوسني وخت کې سخت رقیبان دي چې د لوبې کتلو ته یې ډېر خلک په تمه دي.»

د خواله رسنېو ډیرو کاروونکو دې سیالۍ ته خوښي او خپل احساسات څرګند کړي دي، افغان ولس له ملي لوبډلې په کلکه غواړي چې پاکستانۍ لوبډله دې ماته کړي، دغه سیالي د جمعې ورځ راځي چې ډیری افغانان یې لیدلی شي.

ګلبدین نایب هم نن ماښام په پرېس کنفرانس کې ویلي چې لوبډله یې نړیوال جام ته بشپړ چمتو والی لري او کولای شي سترې سترې لوبډلې ماتې کړي.