مبارک مو شه؛ افغان لوبډلې پاکستانۍ لوبډله په ګونډو کړه

ــ تاند

نن د افانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د کرکټ یوه تمریناتي سیالۍ ترسره کړه چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته یې پکې په ۳ ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه لومړی پاکستان وګټله او لومړۍ یې توپوهنه غوره کړه، د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره بابر اعظم د پام وړ توپوهنه ترسره کړه، نوموړي په خپله توپوهنه کې د خپلې لوبډلې لپاره ۱۱۲ منډې جوړې کړې، دغه راز شعیب ملک بیا  ۴۴ منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې لپاره په توپ اچوونه کې محمد نبي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ۳، خو دولت ځدراڼ او راشد خان بیا ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

پاکستان کرکټ ملي لوبډلې افغان لوبډلې ته د ۲۶۲ منډو هدف په واک کې ورکړ.

کله چې افغان کرکټ ملي لوبډله د هدف د ترلاسه کولو په موخه د لوبې ډګر ته ښکته شوه، دوه افغان لوبغاړو چټکه توپوهنه ترسره کړه، خو د لوبې په دوام سره لوبه تر وروستي اور ورسېده.

د افغان لوبډلې لپاره تر ټولو ډېرې منډې حشمت الله شهیدي جوړې کړې، نوموړي په خپله توپوهنه کې ۷۲ منډې جوړې کړې، دغه راز حضرت الله ځاځي بیا ۴۹ مندې په خپل نوم ثبت کړې.

افغان لوبډلې په وروستي اور کې وړاندې له دې چې دوه  توپه نور ترسره شي، سیالي یې په ۳ ویکټو وګټله.

دې سترې بریا ټول افغان ولس ته لویه خوښي ور په برخه کړه.