د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې له پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې اغزن سیم چاپېره کړ

خان وزیر عابد

د اسټرالیا او پاکستان ترمنځ د پاکستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې د پنځو یو ورځنیو سیالیو لړۍ اسټرالیا پنځه پر صفر له پاکستانه وګټله او پاکستان یې وایټ واش یا په سپین میدان پرېښوده.

د مارچ پر (۳۱) مه نېټه د دواړو لوبډلو ترمنځ پنځمه وروستۍ یو ورځنۍ لوبه هم ترسره شوه چې په دې سیالۍ کې اسټرالیا په شل منډو پاکستانۍ لوبډلې ته زبردسته ته ماتې ورکړه او ټول سیریز یې ترې وګاټه.
په دې سیالۍ کې د لوبې پچه اسټرالیا لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه اسټرالیا په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د (۳۲۸) منډو هدف ټاکه.

د اسټرالیا لپاره په توپ وهنه کې عثمان خواجه (۹۸) منډې جوړې کړې همداراز ګلېن مېکسویل (۷۰) شان مارش ( ۶۳) او ارون فېنچ بیا ( ۵۳) منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره په توپ اچونه کې یوازې عثمان شینواري څلور لوبغاړي وسوځول.

پاکستانۍ لوبډلې ټاکل شوی د ( ۳۲۸) منډو هدف ترلاسه نه کړای شو، دوی په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ټولې (۳۰۷) منډې جوړې کړې او سیالي یې پر (۲۰) منډو بایلوده.

د پاکستان لپاره په توپ وهنه کې هارس سهېل۱۳۰) منډې جوړې کړې، شان مسوود (۵۰)، عماد وسیم هم ( ۵۰) او عمر اکمل بیا (۴۳) منډې جوړې کړې خو سیالي یې ونه ګټله.

د اسټرالیا لپاره په توپ اچونه کې بېهرونډرووف درې لوبغاړي، کرېس لین، مېکسویل او زمپا بیا یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

دا پنځمه وروستۍ یو ورځنۍ لوبه اسټرالیا په شل منډو باندې وګټله او له دې وړاندې پرله پسې څلور واړه سیالي هم اسټرالیا ګټلې وې.