راپور: عبدالولي عمري

د اسټرالیا او پاکستان ترمنځ د پنځه پنځوس اوریزو لوبو سیریز پای ته ورسید، دا سریز چي د مارچ پر ۲۲ تمه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه کریکټ لوبغالي کي د پاکستان په کوربتوب پیل سوی وو د مارچ پر ۳۱ شمه نېټه د پاکستان په زیان او د اسټرالیا په ګټه پای ته ورسید، دې سیریز کي اسټرالیا د بهتریني لوبي په کولو سره پاکستان ته پنځه پرلپسې ماتي ورکړې او پاکستانۍ لوبډله یې تش لاس کورته واستوله.

پاکستانۍ لوبډلي د سیریز په لمړۍ لوبه کي لمړی توپ وهنه وکړه چي په دې سره د پاکستان ۵ لوبغاړي وسوځیده او اسټرالیا ته یې د ۲۸۱ منډو هدف ورکړ ، دې هدف ته اسټرالیا د پوره چمتوالي سره د پاکستان ټاکلي هدف ته په ۸ ویکټو ځان ورساوه، دې لوبي سره پاکستانۍ لوبډله نور د ماتو پر لور قدمونه واخیستل.
په دوهمه لوبه کي یوځل پاکستانۍ لوبډلي توپ وهنه وکړه چي په دې سره یې ۷ لوبغاړي وسوځیده او اسټرالیا ته یې د ۲۸۵ منډو هدف وټاکه، اسټرالیا بیا د تیر په څیر دوه لوبغاړي له لاسه ورکړه او د پاکستان ټاکلي هدف ته یې ماته ورکړه، ددې لوبي بخت یوځل بیا د اسټرالیا طرف ونیوه، او دوهمه لوبه هم د اسټرالیا په ګټه پای ته ورسیده.

ددې لوبډلو د سرنویشت لوبه دریمه لوبه وه چي د مارچ پر ۲۷ تمه نېټه ترسره سول، د همدې سیریز په دریمه لوبه کي اسټرالیا د توپ وهني پیل وکړ چي ۶ لوبغاړي له لاسه ورکړه او پاکستانۍ لوبډلي ته یې د ۲۶۷ منډو هدف ورکړ، پاکستانۍ لوبډلي په ۴۴،۴ اوره کي ۱۸۶ منډي وکړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړه، دوی ټاکلي هدف ته ځان تسلیم کړ او لوبه یې اسټرالیا ته ورکړه.

ددواړو لوبډلو ترمنځ په څلورمه لوبه کي اسټرالوۍ لوبډله د لوبې د ګټلو لپاره یو ځل بیا میدان ته کښته سوه چي د پاکستان پر وړاندي هدف وټاکي، په دې سره اسټرالیا لوبډلي ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړه خو د پاکستان پر وړاندي یې د ۲۷۸ منډو هدف وټاکه، دې هدف ته یو ځل بیا پاکستانۍ لوبډلي ځان تسلیم کړ د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یې ۲۷۱ منډي وکړې، بیا ونه توانیده چي هدف ته ځان ورسوي څلورمه لوبه یې هم اسټرالیا ته ورکړه.

ددې سیریز په وایټ واش لوبه کي ګټونکې لوبډله اسټرالیا میدان ته شوه سوه، اسټرالیا په دې ورستۍ لوبه کي ۲۲۸ منډي هدف پاکستانۍ لوبډلي ته ورکړ ، خو دا ځل بیا بدبخته لوبډله بې پایلي پاته سوه او ونه توانیده چي ټاکلي هدف ته ځان ورسوي، خو دا لوبډله یو ځل بیا د ورستي ځل لپاره له مځکي ووهل سوه، او پر ځان یې وایټ واش برابر کړ.

دهمدې ورستۍ لوبي د غوره لوبغاړي ډالۍ مکسویل ته ورکول سوه، او د سیریز د غوره لوبغاړي ډالۍ بيا ارون فینچ ته ورکول سوه، فینچ د سیریز په ټولو لوبو کي تر ټولو ډیري ۴۵۱ منډي کړي وې.
د یادوني ده چي د شل اوریزو لوبو سریز بیا تر دې وړاندي پاکستانۍ لوبډلي ګټلی وو، دا شل اوریز سیالۍ بیا د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتي پر ۲۴ تمه نېټه په ابوظبۍ کي پیل سوي وې او د همغه میاشتي پر ۲۸ تم تاریخ پای ته ورسیدې.