احمد قریشي د تښتوونکو له منګولو ازاد شو

خان وزیر عابد

په ننګرهار ولایت کې د کرکټ په تنکي ستوري او په راشد خان مشهوره توپ اچونکی احمد قریشي له یوې اونۍ وروسته بېرته له خپلې کورنۍ سره یوځای او له انسان تښتونکو څخه ازاد کړی شو.

د معلوماتو له مخې د کورنيو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې احمد قريشي د تښتوونکو له منګولو ازاد شوی دی، نوموړی شاوخوا یوه اونۍ وړاندې جلال اباد کې له کرکټ تمرین وروسته کور ته پر لاره لادرکه شوی و، چې بیا یې تښتونکو ویډیو خپره کړه او قریشي ته یې پکې  ګواښ کړی و؛ که کورنۍ یې پیسې ور نه کړي، ګوتې به یې ور پرې کړي.

څو ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت امنتی مرستیال جنرال خوشحال سعادات د احمد قریشي د خوشی کیدو په تړاو ویلي و چې احمد قریشي به هرو مرو د تښتوونکو له منګولو ازادوي او خپلی کورنی ته به یې روغ رمټ سپاری.

خوشحال سعادات وایې چې له ژمنې سره سم مو د قریشي قضیه جدي څارلې وه او خوشبختانه د پولیسو د جدي تعقیب او فشارونو په نتیجه کې انسان تښتوونکو هغه خوشې کړ او وایې چې پولیسو یې تر کورنۍ روغ رمټ رسولی دی او روغتیایې حالت یې د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ وړ دی.

د معلوماتو له مخې د احمد قریشي تښتونکي له سیمي په تېښته بریالي شوي او دی په یوه کور کې یوازې پرېښی و چې د امنیتي ځواکونو د څېړنې وروسته موندل شوی دی. خوشحال سعادات وایي چې یو وار بیا وضاحت ورکوم چې د دې جرم مرتکبینو تر څنګ هیڅ انسان تښتوونکی به بې پوښتنې پاتې نه شي.

د احمد یوه ویډیو انسان تښتونکو درې ورځې وړاندې کورنۍ ته را استولې وه چې په دغې ویډیو کې انسان تښتونکي د احمد قریشي په ژبه د نوموړي له کورنۍ د (۳۰۰ ) زره امریکایې ډالرو غوښتنه کړې وه.

د احمد ورور عبدالله قریشي ومنله چې احمد روغ رمټ له کورنۍ سره یو ځای شو، دی وایې چې د امنیتي ځواکونو په همکارۍ له کورنۍ سره یوځای شوی دی .

د احمد قریشي په کور کې له نږدې یوې اونۍ راهیسې چوپه چوپتیا وه اوس د احمد په راخوشې کولو یې د کورنۍ غړو ځانکړې خوښيانې کړي، ان تر دې چې د خوښۍ اوښکې توۍ کړې او دا یې د افغانستان او د کورنۍ لپاره یو د ویاړ او د خوښۍ خبر وباله.

د کرکټ دا تنکی ستوری په راشد خان مشهوره دی چې نږدې( ۱۲) کاله عمر لري، په ښي لاس ورو لېګ بریک راشد خان ته ورته ګوګلي توپ اچونه کوي.