مومند
د افغانستان کرکټ بورډ چیرمین عزیزالله فضلي په یوه ویډیوي پیغام کې ویلي، ماشوم احمد قریشي دافغانستان د کرکټ اینده دی او له ټولو کشفي او امنیتي ارګانونو او د ننګرهار له مسوولینو غوښتنه کوو چې د تنکي کرکټ لوبغاړي احمد قریشي په پېدا کولو کې لاس په کار شي.
نوموړي دغه راز له کرکټ مینه والو غوښتي چې احمد قریشي ته لاس په دعاء شي چې بیرته د افغانستان کرکټ او کورنۍ ته ستون شي.
نوموړي زیاته کړې، احمد قریشي د یوې غریبې کورنۍ یو بااستعداده لوبغاړی دی چې تري تم کېدل یی تریخ خبر دی.
په وړوکي راشد خان مشهوره احمد قریشي ننګرهار کې د کرکټ تمرینات کول چې نږدې یوه اونۍ وړاندی له اکاډمۍ څخه کور ته په لار ورک شوی دی.
احمد قریشي چې په کوچني راشد خان مشهور دی، د کرکټ مبصرین یې د افغانستان کرکټ لپاره راتلونکی روښانه بولي او زیاتوي چې نوموړی به د افغانستان لپاره سترې او ویاړلې کارنامې راوړي.