راپور: ثــناءالله、خـــادم

د هند په پسرلنۍ هوا کې د لوبغاړو د لا پیاوړتیا لپاره د هند غوره لیګ را پیل سوی دی. دا لیګ ښه زیات او پریمانه مینه وال او لیدونکي لري.

په بېګانۍ لوبه کې د رویال چیلنجر بنګلور او ممبۍ انډینز لوبډلې سره مخ شوې، چې رویال چیلنجر بنګلور د پچي په ګټلو سره د توپ اچوني پریکړه وکړه او ممبۍ انډینز لوبډلې ته یې د توپ وهني بلنه ور کړه.

ممبۍ انډینز د روهیت شرما ۴۸، ساريا کومار ۳۸، هارډیک ۳۲ او یوراج ۲۳ زیاتو منډو و رویال چیلنجر بنګلور ته د ۱۸۸ منډو هدف ورکړ.

بنګلور لوبډله کې چهال ۴ یومیش او سیراج دوه دوه ویکټي واخیستې. بنګلور لوبډلې ته اِبي ډویلرز ۷۰ ، کهولي ۴۶، پارټي ۳۱ او معین علي ۱۳ زیاتي منډي جوړي خو بیا یې هم لوبه وبایلل.

ممبۍ لوبډله کې جسپریت بومرا درې او مارکنډي یوه ویکټ واخیستله. ددې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه جسپریت بومرا ته ورکړل سوه.

د هند په دې زړه راښکونکي لیګ کې نن جمعه د راشد خان او محمد نبي لوبډله چې په سنرایزر حیدر آباد شهرت لري  د راجستان لوبډلې سره مخ کیږي.