ډهلي لوبډلې د خپلو مینوالو هیلې مړاوې کړې
راپور: عبدالولي عمري
چینای سوپر کینګز لوبډلې ډهلي کاپیټلز لوبډلې ته د ډ هلي په فیروز شاه کوټلا لوبغالي کې په ۶ ویکټو ماته ورکړه.
دواړو لوبډلو د سږني غوره لیګ دوې – دوې لوبي ترسره کړې، چې چینای لوبډلې دوې او ډهلي لوبډلې بیا یوه سیالي ګټلې ده.
چینای لوبډلې خپله لمړۍ لوبه د رویال چلنجر بنګلور څخه په ۷ ویکټو وګتله او ډهلي کاپیټلز بیا د ممبۍ څخه په ۳۷ منډو ګټلې وه، دا دواړه لوبډلې په سږني لیګ کې د لمړي ځل لپاره سره مخ سوې چي دا مخ کېدل د چینای لوبډلې په ګټه پای ته ورسیدل، په دې ګټه سره د لوبي په جدول کې چینای لوبډله لمړی مقام قرار لري.
ددې بهترین لیګ په پنځمه لوبه کې د لوبې پیل ډهلي لوبډلې وکړ، دې لوبډلې په ۲۰ اوره کي ۶ لوبغاړي ورکړه او د ۱۴۸ منډو هدف یې چینای سوپر کینګز لوبډلې ته ورکړ.
ډهلي ته شیکر دهون ۵۱، ځوان پریټیو شاه ۲۴ او ریشب پانټ ۲۵ ډیرې منډې وکړې.
چینای ته بیا د ویسټ انډیز براوو درې، چاهار، عمران طاهر، او جدیجا یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.
ددې لوبي په دوهمه برخه کي چینای لوبډله د پوره چمتوالي سره میدان ته کښته سوه، که څه هم دا لوبه په ډهلي کې ترسره کېده نو معلومه خبره ده چې ډهلي لوبډلې ته زیات ننداره کوونکو مرال ورکاوه، خو بیاهم ډهلي لوبډلې د خپلو ننداره کوونکو هیلې مړاوې کړې، او خپله لوبه یې مسافرې چینای لوبډلې ته ورکړه.
د چینای لوبډلې د لوبې پیل له وړاندي بهترین وو، نو ځکه یې د ډوهني په مشرۍ لوبه په بریالۍ توګه وګټله، دې لوبډلي ته زیاتې منډې شین واټسن ۴۴ ، ډوهني ۳۲ او سریش رینا ۳۰ منډې وکړې.
ډهلي کاپیټلز ته بیا امیټ میشرا دوې ویکټې ترلاسه کړې.
ددې لوبې د غوره کیچ نیونې او د لوبي د اړوندونکي ډالۍ شردل ټاکور ته، د سټالیش لوبغاړي ډالۍ براوو ته ، او د لوبې د غوره لوبغاړي ډالۍ بیا شین واټسن ته ورکول سوه، واټسن د خپلې لوبډلې په ګټه د ۳ شپږیزو او د څلور څلوریزو پر مټ په ۲۶ توپونو ۴۴ منډې وکړې، نو ځکه د لوبي ډالۍ ورترغاړي سوه.