د اسټرالیا بيګ باش لیګ د محمد نبي لوبډلې خپل کړ

راپور: عبدالولي عمري

بېګ باش د سټرالیا لپاره د لیګونو مخکښه لیګ نن په ورستۍ لوبه سره پای ته ورسید.
دا  د اسټرالیا هغه کورنۍ لوبې وې چې د افغان لوبغاړو کارنامۍ د اسټرالیا پر خاوره او د مینوالو پر زړونو د تل لپاره پاتې شوې.
د بېګ باش لوبي چې د اسټرالیا په بیلابیلو میدانونو کې ترسره شوې، ټول ټال ۶۰ لوبي وې چې مخکښه لوبډلو میلبورن سټار او میلبورن رینګیډز لوبډلو ورته لاره پیداکړه.
د بېګ باش په ورستۍ لوبه کې میلبورن سټار او میلبورن رینګیډز لوبډلې وې چې میلبورن رینګیډز لوبډلې پکښي اتم پړاوو بېګ باش خپل په نوم کړ.
یاده ورستۍ لوبه میلبورن رینګیډز لوبډلې د ۵ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه، خو سټار لوبډله ددې هدف په پوره کولو سره پاته راغله او د ۷ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یې ۱۳۲ منډي وکړې او ددې کال ورستۍ لوبه یې رینګیډز لوبډلې ته ورکړه.

د استرالیا په کورني لیګ کې څلورو افغان لوبغاړو ګډون کړی وو، راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمن، او ورستیو کې افغان قیس احمد هم د خپل ښکلې بالینګ پر مټ ځان د هیرا کینګز لوبډلې ته ورسوی.
د افغان لوبغاړو څخه راشد خان ۱۴ لوبي تر سره کړې چې ۳۴۴ منډي یې ورکړې، او ۱۹ ویکټي یې ترلاسه کړي، راشد خان د خپل دې سفر په بهیر کې ۹۴ منډي وکړي ، او یو ځل یې د لوبي د غوره لوبغاړي جایزه هم وګټله.

بل خوا د همدې کال د بېګ باش ګټونکې لوبډلې غړي محمد نبي هم ښکلې لوبي نندارې ته وړاندي کړې، نوموړي د خپلي لوبډلې په ګټه ۲۲۸ منډې وکړې، او ۸ ویکټې یې ترلاسه کړې.

په ځینو لوبو کې د محمد نبي سیال مجیب الرحمن هم په سږني بېګ باش کې کارنامۍ وکړې، مجیب دوه ځله ځان د لوبي غوره لوبغاړی کړ ، دې ستوري ۱۲ لوبي وکړې خو په بدل کې یې بیا ۱۲ ویکټي ترلاسه کړې.
همدې لوبو ته د وړتیا پر اساس ورغلی ځوان قیس احمد بیا ۳ لوبي وکړې چې ۸۹ منډي یې ورکړې او ۷ ویکټي یې ترلاسه کړې.

دیادوني ده چې د ۲۰۱۸ کال اتلولي د راشد خان لوبډلې اډیلایډ سترایکرز ګټلې وه، خو دا ځل بیا د محمد نبي لوبډلې یادي اتلولۍ ته ځان ورسوی