ثناء ګل ګلزار
د ویسټ انډیز لوبډلې تکړه او په اسمان څکو شپږیزو مشهور لوبغاړي کریس ګېل د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو سره مخه ښه وکړه. کریس ګېل چې په ځانګړي ډول په کورني لیګونو کې د تفریح او ساعت تیري رول لوبوي، او دده شپږیزې په نړیواله کچه یادیږي اوسمهال په نړۍ کې د زیاتو شپږیز وهلو ریکارډ په خپل نوم لري. د کرېکټ نړیوالې شورا څخه په خپاره شوي خبر کې ویل شوي چې کریس ګېل د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو سره مخه ښه وکړه او د راتلونکې نړیوال جام څخه وروسته به استعفا ورکړي.
کریس ګېل اوسمهال له خپلې لوبډلې څخه زیات په غوره لیګونو کې لوبیږي، چې په یوه لوبه کې د زیاتو منډو، زیاتو شپږیزو، چټکې نیمه سلیزې او داسې نور ډیر ریکارډونه لري. ۳۹ کلن «یونیورس باس» د افغانستان غوره لیګ په لومړي پړاو کې د «بلخ لیجنډز» لوبډلې سره یوځای و چې د نوموړي په وړتیا بلخ لوبډلې د یاد لیګ اتلولي وګټله.
کریس ګېل د ټیسټ سیالیو څخه په ۲۰۱۴م کال کې استعفا کړې وه، نوموړي په ۱۸۲ ټیسټ پاڼیو کې د ۱۵ سلیزو او ۳۷ نیمه سلیزو په مرسته ۷۲۱۴ منډې جوړې کړې وې. دا ډول کریس ګېل د ویسټ انډیز لوبډلې په ګټه تر دې دمه په ۳۴۰ یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کې ۱۲۴۵۶ منډې جوړې کړي، نوموړی به په د یو ورځنیو سیالیو استعفا وروسته شل اوریزو سیالیو ته ادامه ورکړی