کریس ګېل په زیاتو نړیوالو شپږیزو وهلو د شاهد افریدي ریکارډ مات کړ

د نړۍ مشهور یو له سترو شپږیزو وهونکو لوبغاړو کریس ګېل چې په نړیوال کرېکټ کې یې د سترو شپږیزو وهلو بېلا بېل ریکارډونه په خپل نوم کړي په نړیوالو لوبو کې د زیاتو شپږیزو وهلو ریکارډ په خپل نوم کړ.

د انګلستان لوبډلې پر وړاندې په یو ورځنۍ سیالۍ کې کریس ګېل په لومړي سر کې سوکه توپ اچونه وکړه خو وروسته یې د سترو شپږیزو په مرسته خپله ۲۴مه سلیزه هم پوره کړه.

نوموړي د ۱۲ شپږیزو، ۳ څلوریزو په مرسته په «۱۲۹» توپونو «۱۳۵» منډې جوړې کړې، نوموړي دا ډول یوازې په نړیوالو لوبو کې د انګلستان پر وړاندې له سلو زیاتې سلیزې ووهلې، ویسټ انډیز لوبډلې انګلستان لوبډلې ته د «۳۶۱» منډو ستر هدف وټاکه.

کریس ګېل چې اوه میاشتې وروسته خپلې لوبډلې ته په یو ورځنیو سیالیو کې راستون شو واتوانېد په ۴۸۸ شپږیزو وهلو سره د شاهد افریدي هغه ریکارډ چې په نړیوالو لوبو کې یې د زیاتو شپږیزو په نوم لره مات کړ.

کریس ګېل په خپله ۵۱۴مه نړیواله (ټیسټ، یو ورځنۍ او شل اوریزې) سیالۍ کې ۴۸۸ شپږیزې بشپړې کړې، چې له دې وړاندې شاهد افریدي په ۵۰۸ نړیوالو لوبو کې ۵۷۶ شپږیزې وهلې وې، ددوی سربېره برینډن میکولم ۳۹۸ او سنت جیسوریا ۳۵۲ نړیوالې شپږیزې وهلې دي.

۳۹ کلن «یونیورس باس» وړمه ورځ اعلان وکړ چې د راتلونکي نړیوال جام څخه وروسته چې په انګلستان او ویلز کې ترسره کیږي د یو ورځنیو سیالیو سره مخه ښه کوي، ګېل به په راتلونکې نږدې کې په یو ورځنیو سیالیو کې «۱۰۰۰۰» منډو ته هم ورسیږي.

کریس ګېل د نړیوالو لوبو سربېره په کورني لیګونو کې هم ځانګړی شهرت لري، چې د زیاتو ځانګړو منډو، چټکې نیمه سلیزې او داسې نور بې شمېره ریکارډونه په خپل نوم لري چې تر ډیرې مودې به د کرېکټ په تاریخ کې ثبت وي