روهیت پاوډیل د شاهد افریدي او سچن ټنډولکر ریکارډ مات کړ
د نیپال ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی روهيټ پاوډیل د کرېکټ په تاریخ کې لومړی ځوان لوبغاړی شو چې په کم عمرۍ کې يې په نړیوالو لوبو کې نیمه سلیزه ووهله، نوموړي دغه کارنامه وړمه ورځ د عربي اماراتو لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه.
روهیټ پاوډیل د شاهد افریدي او سچن ټنډولکر دغه ریکارډ مات کړ، له دې وړاندې ټنډولکر په ۱۶ کلنۍ او ۲۱۳ ورځو، شاهد افریدي په ۱۶ کلنۍ او ۲۱۷ خو نیپالي لوبغاړي په ۱۶ کلنۍ او ۱۴۶ ورځو کې نیمه سلیزه ووهله.