ايرلينډ لوبډلې د افغانستان په وړاندي د راتلونکو سريزونو لپاره سکواډونه اعلان کړل

ليکنه: مدثر دعوت
ايرلينډ د افغانستان کرکيټ ملي لوبډلي په وړاندي د راتلونکو شل اووريزو، يو ورځنيو او ټيسټ لوبو لپاره بيلابيل سکواډونه اعلان کړل.
د افغانستان او ايرلينډ لوبډلو ترمنځ دغه سيريزو د فيبروري مياشت په ۲۱مه نيټه پيليږي او د مارچ مياشتي تر ۱۹مي نيټې به دوام وکړي.
که څه هم افغانستان کرکيټ ملي لوبډلي د جنوري مياشتي په ۱۹مه نيټه د راتلونکي نړيوال جام او د ايرلينډ په وړاندي د لوبو لړيو لپاره د ۴۵ لوبغاړو نوملړ د تمريناتي کمپ لپاره اعلان کړ،چي لا تر اوسه هم د هندوستان په بنګلور کي تمرينات ترسره کوي خو د ايرلينډ په وړاندي يې د راتلونکو لوبو لپاره ځانګړي سکواډونه ندي اعلان کړي.
ايرلينډۍ لوبډلي چي تجربه لرونکي لوبغاړي يې د راتلونکو لوبو په نوملړ کي سته خو اکثريت ځوانو لوبغاړو ته يې هم د افغانستان په وړاندي چانس ورکړی.
د افغانستان او ايرلينډ کرکيټ لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اووريزو لوبو لړۍ د فيبروري مياشتي په ۲۱مه نيټه پيليږي.
د پاول سترلينګ په لوبډلمشرۍ د شل اووريزو لوبو سکواډ:
پاول سټرلينګ، انډريو بلبرايني ، پيټر چيس، جيورج ډکرل، شان جيټکاټ، جوش ليټل، انډريو مکبراين، کيون اوبراين، سټوارټ پوينټر، بوايډ رنکين، جيمز شانون، سيمي سينګ، هري ټکټر، سټوارټ ټمپسن، لورکن ټکر.
تر دې وړاندي افغانستان او ايرلينډ د يوبل په وړاندي ۱۲ شل اووريزي لوبي ترسره کړي چي ۹ يې افغانستان ګټلي او ۳ لوبي ايلينډ ګټلي.
ايرلينډ د ۵ يو ورځنيو لوبو د لړۍ لپاره چي د فيبروري د مياشتي په ۲۸مه نيټه پيليږي ډيرو ځوانو لوبغاړو ته د لوبيدو چانس ورکړی.
د ويليام پورټر پيلډ په لوبډلمشرۍ د افغانستان په وړاندي د ايرلينډ لوبډلي د يو ورځنيو لوبو سکواډ:
ويليام پورټر پيلډ، انډريو بلبيرن، جيمز کامرون جورج ډکريل، پيټر چيس، انډريو مکبراين، باري مکارټي، جيمز مکولم، ټيم مورټاګ، کيون اوبراين، سټوارټ پوينټر، بويډ رنکين، سيمي سينګ، پاول سټرلينګ، لورکان ټاکور.
تر دې وړاندي افغانستان او ايرلينډ د يوبل په وړاندي ۲۰ يو ورځنۍ لوبي ترسره کړي چي ۱۰ افغانستان او ۱۰ ايرلينډ ګټلي.
افغانستان خپله لومړنۍ ټيسټ لوبه د هندوستان په وړاندي ، او ايرلينډ خپله لومړنۍ ټيسټ لوبه د پاکستان په وړاندي تير کال ترسره کړلې،خو دواړو لوبډلو خپلي لومړنۍ ټيسټ لوبي وبايللې.
دا به د ايرلينډ او افغانستان کرکيټ د تاريخ دويمه ټيسټ لوبه وي چي ترسره کوي يې خو جالبه به دا وي چي کومه لوبډله به چي په يو وخت يې د ټيسټ لوبو اجازه ترلاسه کړې خپله لومړۍ بريا خپله کړي.
د ويليام پورټر پيلډ په لوبډلمشرۍ د افغانستان په وړاندي د ايرلينډۍ لوبډلي د يوازنۍ ټيسټ لوبي سکواډ:
ويليام پورټر پيلډ، انډريو بلبيرن، جيمز کامرون جورج ډکريل، پيټر چيس، انډريو مکبراين، باري مکارټي، جيمز مکولم، ټيم مورټاګ، کيون اوبراين، سټوارټ پوينټر، بويډ رنکين، سيمي سينګ، پاول سټرلينګ، سټوارټ ټامپسن،لورکان ټاکور.
د غه ټيسټ لوبه د مارچ مياشت د ۱۵ څخه تر ۱۹مي نيټې پوري ترسره کيږي.
اوس د افغانستان کرکيټ ملي لوبډلي مينوال دې ته انتظار دي چي کله به ددې راتلونکو لوبلړيو لپاره افغان ملي لوبډله د لوبغاړو سکواډ اعلان کړي.