ليکنه: مدثر دعوت

ډيني هزيل د نړيوال کرکيټ يوه بريالۍ لوبډلمشره او توپ اچوونکې وه.
هزيل چي د جنوري مياشتي په ۲۵ نيټه يې د نړيوال کرکيټ څخه خپل تقاعد اعلان کړ خوشحاله بريښي او دخپل ۹ کلن سفر څخه راضي ده.

نوموړې وايې: زه ۱۰۰% خوشحاله يم چي نړيوال کرکيټ په بريا سره پريږدم او دخپل ژوند يوبل پړاو پيلوم.

ډيني زياتوي تر لږ وخت استراحت وروسته بيرته سپورټ ته مخ کوم،زه به د هري شيبې خوند اخلم،او زما به هيڅکله د ۲۰۱۳ز او ۲۰۱۴ز کلونو اشيز لوبو بريا هيره نسي.
زما ۹ کلن مزل او فزيکي قوت راته وايي چي نور نړيوال کرکيټ پريږده.

ډيني هزيل په ۱۹۸۸ز کال کي زيږدلې او نړيوال کرکيټ يې په ۲۰۰۹ز کال نړيوال جام کي پيل کړ.

نوموړي يو ورځنۍ او شل اووريزي لوبي په ۲۰۰۹ز کال کي پيل کړلې خو لومړنۍ ټيسټ لوبه يې په ۲۰۱۱ز کال کي د اسټراليا په وړاندي پيل کړل.

۳۰ کلني هيزل ۱۴۱ لوبي کړي او ۱۴۶ وکيټي يې اخیستي دي.

دا د ۳ اشيز سيزيزونو او دوه نړيوال جامونو په ګټلو کي د انګلينډۍ لوبډلي برخه وه