د اسټرالياوي لوبډلمشر  سټیو سمېت بندېز پای ته ورسېد او په نږدې راتلونکې کې به بیا کرکټ ته را وګرځي.
د نړيوال کرکيټ څخه د سټيو سميت د بنديز موده د روان کال د مارچ مياشتي په ۲۸مه پاي ته رسيږي.
سميت د بنګله دیش پریمرليګ په ۲ لوبو کي ولوبېد، خو د راسته څنګلې د نه ملګرتيا په خاطر اوسمهال تر جراحۍ لاندي دی.
د اسټراليا کرکټ وياند وايي: نوموړی به شپږ اونۍ تر درملني لاندي وي.

۲۹ کلن سميت که څه هم د ډيويډ وارنر سره يوځای د توپ د توږلو په قضيه کي د نړيوال کرکيټ څخه د ۱۲ مياشتني بند سره مخ شو، خو بيا هم په کاناډا، ويسټ انډيز او بنګله دیش ليګونو کي ولوبيد.

دی به بيرته د ډيويډ وارنر سره يوځای ډير ژر نړيوال کرکيټ پيل کړي.