د امو زون اړوند ولايتونو ترمنځ په لومړنۍ پیل شوې دوه ورځنۍ لوبه کې بلخ لوبډلې د لومړۍ پاڼۍ نمرو په اخستلو سره لوبه له تخار سره بې پایلې پای ته ورسوله.

بلخ پچه وګټله تخار لوبډلې ته یې د لومړۍ توپوهنې بلنه ورکړه چې تخار په لومړۍ پاڼۍ کې د ټاکلو اورونو په لوبولو سره ۲۳۲ منډې جوړې کړې چې مرادعلي او نورالله ۸۴ ـ ۸۴ منډې ترلاسه کړې په توپ اچونه کې د بلخ لپاره حسن ۳، حلیم او احسان الله دوه ـ دوه ويکټې واخیستې.

بلخ د لومړۍ پاڼۍ په لوبولو سره وکړای شول چې ۳۰۳ منډې جوړې کړي چې عبدالرزاق ۸۵ او ظفر ۷۵ زیاتې منډې جوړې کړې.

د تخار د توپ اچونکو له ډلې بیا نورالله او سبحان الله ۳ ـ ۳ ويکټې ترلاسه کړې.

تخار په دویمه پاڼۍ کې د دويمې ورځې تر پایه ۱۳۸ منډې جوړې او ټوله لوبډله یې وسوځيده او په دې سره د لوبې د لومړۍ پاڼۍ نمرې بلخ واخیستې او لوبه بې پايلې پای ته ورسیده.