محمد نبي په کربین غوره لیګ کې یو وار بیا ښه لوبه وکړه

خبریال: فضل رحیم رحیمي || د پنځم پړاو کربین غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن سهار  جمایکا تلاوس او نیوي پیټرایټز لوبډلې سره مخامخ شوې.

په دې سیالۍ کې چې نیوي پیټرایتز په (۳۷) منډو وګټله، افغان لوبغاړی محمد نبي بیا ښه وځلېد.

د لوبې پچه جمایکا تلاوس لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه پیټرایټزلوبډلې په لومړي وار کولو سره ټاکلي (۲۰) اورونو کې (۲۰۸) منډې جوړې کړي.

د پټرایټز لوبډلې له لوری په توپ وهنه کې کریس ګیل تر نورو ښه بیټنګ وکړ او(۷۱) منډې یې جوړکړې.

په ځوابي توپ وهنه کې جمایکا لوبډله ونه توانیده چې هدف ته ځان ورسوي او د ټولو اورونو په لوبولو د(۷) لوبغاړو په تاوان (۱۷۱) منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله.

په دې لوبه کې محمدنبي هم ښه وځلید او په توپ وهنه کې یې په (۱۲) توپونو(۲۹) منډې جوړې کړې چې په کې درې شپږیزې او یوه څلوریزه هم شامله وه.

او همدارنګه په توپ اچونه کې بیا عیسی خېل د څلورو اورونو په ترسره کولو(۳۱) منډې او یو لوبغاړی هم وسوزاوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *