د یوه افغان لوبغاړي په ګډون د نړۍ ۱۱ کسیزه لوبډله پاکستان ته ځي

خبریال: فضل رحیم رحیمي؛ په پام کې ده چې د نړۍ یوولس کسزیزه لوبډله په سپټمبر کې پاکستان ته  سفر وکړي.

 په دې ۱۱ کسیزه لوبډله کې به د افغانستان لوبغاړي ترڅنګ د سریلنکا، بنګله دېش، انګلستان، ویسټ انډیز، جنوبي افریقا او نیوزیلنډ هیوادونو لوبغاړي شامل وي.

د پاکستان ایکسپریس نیوز د راپور له مخې، په دغه سیالیو کې د کالینګ ووډ، هاشم املا، عمران طاهر، سیمیول بدري، ډوپلسي، مورني مورکل، او افغان شاپورځدران نوممونه شامل دي چې هر لوبغاړی ته به (۷۵) زره پونډه ورکول کیږي.

د دغو سیالیولګښت کرکټ نړیوالې شورا په غاړه اخیستي دی چې روزنه یې د زیمبابوې پخوانی لوبغاړی اندی فلاور په غاړه لري.

ورلډ الیفن (۱۱) به د پاکستان له ملې لوبډلې سره په لاهور ښار کې د اګست په ۱۲،۱۳،او۱۵ درې شل اوریزې لوبې وکړي.

دا سیالۍ د نړیوال کرکټ ته د پاکستان د راستنولو په هڅه کې ترسره کیږي. پاکستان له ۲۰۰۹ کال راهیسې د امنیتي پیښو له کبله له نړیوال کرکټ څخه محرومه دی.

د (۲۰۰۹) م کال راهیسې په سریلانکایي ملي لوبډلې برید وروسته له افغانستان او زیمبابوې پرته د کرکټ هیڅ یوه لوبډله پاکستان ته د ورتګ لپاره زړه نه ښه کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *