راشد خان د نړۍ په ۱۱ کسیزه لوبډله کې له ویست انډیز سره سیالي کوي

تاند- افغان ستوری راشد خان به د نړۍ له ۱۰ نورو ستورو سره یوځای د ویست انډیز د ملي لوبډلې په وړاندې په یوه شل اوره سیالۍ کې ګډون وکړي.

دا مسابقه به د ویست انډیز په لارډز لوبغالي کې د دغه لوبغالي د ترمیم لپاره وشي.

د ویست انډیز لارډز لوبغالی تېر کال د کربین د سیمې په توپان کې سخت زیانمن شو.

۱۹ کلن راشد خان، چې د کرکټ د نړیوالې شورا د درجه بندۍ پر اساس په شل اوره سیالیو کې لومړی مقام لري، ویلي چې دا د ځان لپاره ویاړ بولي چې د مې په ۳۱ مه له داسې لوبډلې سره مسابقه وکړي چې هیواد یې د کرکټ په وده کې زیاته ونډه لري.

راشد خان په یوه بیا کې ویلي«دا زما او زما د هیواد لپاره لوی ویاړ او فخر دی چې زه د کرکټ د یوه پخواني غړي هیواد او له دې لوبې سره وفادار هیواد د ملاتړ لپاره مسابقې ته غوره شوی یم.»

راشد خان په خپل بیان کې وړاندې ویلي«فکر نه کوم چې دا به ناسمه وي چې که ووایم د کرکټ د اوسني او پخواني نسل لوبغاړي په اویایمه، اتیایمه او نوي یمه لسیزو کې د ویست انډیز له اتلولیو اغېزمن دی او ورڅخه الهام یې اخیستی دی.»

د راشد ارمان په بیان کې، چې د فرانسې ۲۴ نړیوال تلویزیوني چاینل خپور کړی، همداراز راغلي «که اوس ویست انډیز زموږ مرسته غواړي، باید چې یوه ثانیه هم صبر ونه کړو.»

راشد خان به دغه راز له ساسیکس لوبډلې سره ولوبېږي چې کیپتاني به یې د انګلیستان د ایون مارګن په غاړه وي.

په دې لوبډله کې به د پاکستان شاهد افریدي او شعیب ملک، د سریلانکا تیساراپیریرا او د بنګله دېش شکېب الحسن او پرانیستګر توپ ویشتونکی تمیم اقبال هم شامل وي.