مجیب د هند په غوره لیګ کې وځلېد

تاند- مجیب الرحمان د هند د غوره لیګ یا آی پی ایل په وروستۍ سیالي کې یو وار بیا ښه لوبه وکړه او د دې تورنمنټ د برخوالو او مینه والو پام یې ځان ته واړاوه.

مجیب، چې د پنجاب ۱۱ پاچاهانو یا پنجاب یوولس کینګز (Kings XI Punjab ) لپاره لوبېږي، د دوشنبې په ورځ /اپریل ۲۳/ په ډیلي کې د ډیلي ډېردیولز(Delhi Daredevils) لوبډلې ۲ لوبغاړي په ۴ اورونو کې وسوځول.

مجیب نه یوازې دوه لوبغاړي وسوځول، بلکې لږ منډې یې هم ورکړې. ده ټولټال ۲۵ منډې ورکړې چې په نتیجه کې یې د ډیلي ډېرډیولز لوبډلې صرف ۱۴۴ منډې وکړای شوې.

پچه ډیلي ډېردیولز وګټله او لومړی یې میدان یا فیلډ غوره کړ.

مجیب تراوسه د هند د غوره لیګ په ۶ سیالیو کې ګډون کړی او ۶ لوبغاړي یې سوځولي دي.

دی د دې تورنمنټ تر ټولو کم عمره لوبغاړی دی.