ولسمشر غني د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو ته میډالونه ورکړل

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /سې شنبه/ د هیواد د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ته میډالونه ورکړل.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په وروستیو کې په زیمبابوې کې د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې نه یوازې د ۲۰۱۹ نړیوال جام ته لاره پیدا کړه، بلکې د لومړي مقام د ګټلو په خاطر یې د دې ټورنمنټ د اتلولۍ جام هم خپل کړ.

ولسمشر غني نن په ارګ کې د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي خپل حضور ته ومنل او هغوی یې د غازي محمد ایوب خان په دولتي میډالونو ونازول.

ښاغلي غني تر دې وړاندې د افغان لوبډلې له لوبغاوړ سره مخکې تر دې چې له زیمبابوې څخه هیواد ته راشي له هغوی سره ټېلفوني خبرې وکړې او د بریا مبارکي یې ورته وویله.

ولسمشر غني تر دې وړاندې هم په ځلونو له لوبغاړو سره خبرې کړي او تشویق کړي یې دي.

د کرکټ لوبغاړو ته د غازي ایوب خان د میډالونو د ورکولو په مهال د ټیم درې تکړه لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمان حاضر نه ول ځکه چې هغوی د هند په غوره لیګ کې د لوبېدو لپاره په هندوستان کې دي.

2