د انګلنډ په وړاندې د افغان لوبډلې سیالي ولسمشر اشرف غني هم ګوري

ـ تاند

ټاکل شوې چې ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سیالي د انګلنډ په وړاندې له نږدې وګوري،  دا لوبه د روانې جون میاشتې په ۱۸مه نېټه د مانچسټر په اولډ ټرافورډ لوبغالي کې ترسره کیږي. افغان لوبډله د انګلنډ خلاف په داسې حال کې دا سیالي ترسره کوي چې له روان نړیوال جام دمخه یې خپله تمریناتي سیالۍ هم انګلنډ ته بایللې وه.

افغان ولسمشر نن د بریتانیا حکومت په رسمي بلنه هغه هېواد ته روان شو چې د سفر اصلي هدف یې د دواړو هېوادنو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د افغانستان د سولې موضوع ښودل شوې.

افغانستان تر اوسه د کرکټ په نړیوال جام کې څلور لوبې کړي چې څلور واړه یې بایللې دي. دا افغان لوبډلو د پرلپسې ماتو وروسته اوس په ملي لوبډلې زیات فشار وارد شوی دی او د کرکټ ډېری مینه وال یې مایوسه کړي هم دي.

یاده دې وي چې افغان لوبډلې د یاد جام په جریان کې خپل پیاوړی توپوهونکی او ویکټ ساتونکی محمد شهزاد محمدي له لوبډلې لرې او پر ځای یې اکرام علي خیل وټاکلو.