د هند او پاکستان هېښوونکې مسابقه روانه ده

 تاند –   د ۲۰۱۹م د یو ورځنیو سیالیو په نړیوال جام کې له هیجانه ډکه سیالي د دوه رقیب هیوادونو ده، هغه هیوادونه چې یو له بل سره په کرکټ کې زیات رقابت پالي، او هغه لوبډله چې څو ځله یې ددې سیالۍ د لغوه کیدو غوښتنه کړې وه، خو آی سي سي یې دا غوښتنه رد کړې وه.

  د دواړو رقیبو هېوادونو د کرکټ د لوبډلو ترمنځ مسابقې ته ملیونونه وګړي له تلوسې ډک انتظار کوي. د هند د کرکټ لوبډله د ویراټ کوهلي تر مشرۍ لاندې لوبه کوي چې تر اوسه یې دوې سیالۍ ګټلې او یوه یې بې نتېجې پاتې ده

د پاکستان لوبډلې چې سرفراز احمد یې لوبډلمشر دی، یوازې یوه لوبه ګټلې او دوې یې بایللې دي. د کرکټ د نړیوال جام لپاره د هند او پاکستان دا سیالي د مانچستر ښار په اولډ ترفورد لوبغالي کې ده.  د دې لوبې د کتلو لپاره ۷ لکو تنو د ټکټ اخیستو غوښتنه کړې وه خو یوازې ۲۳ زره ۵۰۰ تنه په لوبغالي کې ځاییږي.

د هند له لوري سونیل ګواسکرپه یوه کالم کې د کرکټ شورا ته لیکلي چې د پاکستان لپاره به د دې سیالۍ بایلل ډېره ګرانه تمامه شي.  د کرکټ د نړیوال جام لپاره سیالۍ په انګلستان او وېلز کې دي. هند او پاکستان په پنځوس اوره نړیوال جام کې ۶ ځلې مخامخ شوي چې ټولې مسابقې هند ګټلي دي. د دوی نننۍ مسابقې د لیدو لېوال خلک خورا ډېر دي او د لوبغالي ټول ټکټونه بلورل شوي دي. همداراز اټکل کېږي چې تر ۵ سوه ملیونه زیات خلک یې په هند او پاکستان کې د تلویزیونونو له لارې وویني.

دا سیالي دننه په افغانستان او له هېواده بهر ډېری کتونکي او اوریدونکي لري، او له لوبې داسې خوند اخلي لکه د افغانستان چې د نړۍ د پیاوړې لوبډلې سره په یوه سخته سیالۍ کې مخامخ وي.