جنوبي افریقا لوبډلې له افغان کرکټ ملي لوبډله سیالي وګټله

د نړیوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله څلورمه لوبه د جنوبي افریقا پروړاندې ترسره کړه چی په پایله کې جنوبي افریقا د افغانستان څخه لوبه د نهو ویکټو په توپیر وګټله.

  ددې لوبې پچه جنوبي افریقا وګټله د توپوهنې بلنه یی افغانستان ته ورکړه. افغانستان په ۳۴،۱ اورونو کې د ټولو لس لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۷ منډو هدف وټاکه، په توپوهنه کې راشد خان ۳۵، نورعلي ۳۲ او حضرت الله ځاځي ۲۲ منډې جوړې کړې.

د جنوبي افریقا له لوري په توپ اچوونه کې عمران طاهر ۴، موریس ۳ او فیلوکوایو ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

سیالې لوبډلې د افغانستان له لوري ورکړل شوی هدف په ۲۸،۴ اورونو کې پوره کړ، چی پکې ډیکاک ۶۸ او هاشم املا ۴۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

په توپ اچوونه کې د افغانستان لپاره لوبډلمشر ګلبدین نایب یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د ویلو ده، چی دا لوبه د پرلپسې اورښت له کبله له پنځوس اورونو څخه ۴۸ اورونو ته راښکته شوه. دا د په نړیوال جام کې د افغانستان څلورمه سیالي وه چې ویې بایلله.

ټاکل شوې افغانستان د نړیوال جام سیالیو په لړ کې خپله پنځمه لوبه د روانې جون میاشتې په ۱۸ مه نېټه د کوربه هېواد انګلستان پروړاندې ترسره کړي.