د جنوبي افریقا الف لوبډلې له افغانستانه وروستۍ سیالي وګټله

تاند- د جنوبي افریقا الف لوبډلې نن /شنبه/ د افغانستان له الف لوبډلې دوهمه سیالي هم وګټله.

تر دې وړاندې د افغانستان الف لوبډلې پر هند هم خپلې دواړه مسابقې بایللې دي.

نن پچه افغانستان وګټله او پرېکړه یې وکړه چې لومړی پخپله بیټنګ وکړي. افغان لوبډلې د تېرو څو لوبو خلاف پنځوس اوورونه ولوبول چې دا د افغانستان د الف لوبډلې لپاره په روان سریز کې ښه پرمختګ و.

2افغان لوبغاړو په ۵۰ اوورونو کې د ۹ لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې ۲۰۲ منډې جوړې کړې.

پرانیستګر (اوپینر) عمثمان غني ۵۴، رحمت شاه ۳۲ او نجیب الله ځدراڼ ۲۸ منډې وکړې.

عثمان غني
عثمان غني

د جنوبي افریقا د الف لوبډلې اې رضا ۷۶ منډې وکړې. د رضا ښې لوبې د جنوبي افریقا لوبډله په دې بریالۍ کړه چې هدف په ۳۶ اوور او څلورم توپ پوره کړي.

د دې مسابقې غوره لوبغاړی د جنوبي افریقا ارون فانګیسو شو چې درې افغان لوبغاړي یې وسوځول.

دا لړۍ به د سې شنبې په ورځ د جنوبي افریقا او هند د الف لوبډلو ترمنځ په پایلوبې پای ته ورسېږي.

دا سیالي ووینئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *