د هند الف لوبډلې له افغان الف لوبډلې دوهمه سیالي وګټله

تاند- د هند د کرکټ الف لوبډلې په جنوبي افریقا کې د درې هیوادیزو سیالیو په دوهمه مسابقه کې افغانستان ته ماته ورکړه.

په دې مسابقه کې، چې د سې شنبې په ورځ وشوه، هندي لوبغاړو د ۵ لوبغاړو په تاوان ۳۲۲ منډې جوړې کړې. د هند لپاره تر ټولو ډېرې منډې پانډې وکړې. نوموړي په ۸۷ توپونو ۸۶ منډې وکړې. همداراز زشاب په ۵۹ توپونو ۶۰ جوړې کړې.

افغان لوبغاړو په مقابل کې ټولټال ۲۰۹ منډې وکړای شوې.

د هند الف لوبډلې د جولای په ۲۸ هم افغانستان ته په ۷ ویکټونو ماتې ورکړې وه.

د افغانستان لپاره جاوید احمدي ۲۱، یونس احمدزي ۲۸، رحمت شاه ۲۸، او نجیب ځدراڼ په ۷۸ توپونو ۶۲ منډې وکړې.
افغانستان لومړۍ مسابقه پر جنوبي افریقا بایللې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *