له بشپړ غړیتوبه وروسته د افغانستان د لومړنۍ سریز لپاره تیاري

خبریال: فضل رحیم رحیمي|| دکرکټ د نړیوالې شورا له بشپړ غړیتوبه وروسته د افغانستان کرکټ بورډ د بشپړ غړي په توګه د لومړنۍ ټیسټ یا پنځه ورځنۍ لوبې د ترسره کولو لپاره د زیمبابوې له کرکټ بورډ سره په اړیکه کې دی.

 د افغانستان او زیمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ د روان کال په وروستیو کې د یوه بشپړ سیریز په هکله خبرې نهایي شوي دي.

 د سیالیو په دې لړۍ یا سریزکې به (۵) یو ورځینۍ، درې شل اوریزې او یوه ټیسټ لوبه شامله وي.

دا سیالي به د افغانستان په کوربتوب به سږ كال په وروستیو کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

  زیمبابوې کرکټ بورډ تیره اوونۍ د افغانستان کرکټ بورډ ته ایمیل هم رالېږلی او د سیریز په اړه یې خبرې نهايي کړي دي.

د دغو لوبو کره وخت لاهم معلوم نه دی خو ویل کیږي چې زیمبابوې کرکټ لوبډله به په نژدې وخت کې له بنګله دېش سره سیالۍ ولري او له هغه ورورسته به له افغانستان سره د سیالېو نیټه کره شي.

  د افغانستان او زیمبابوې د کرکت لوبډلو ترمنځ تر دې مخکې هم د کرکټ سیريزونه شوي دي چې بریا یې افغان لوبډلې خپله کړې وه..

د کرکټ نړیوالي شورا تېره میاشت د افغانستان او آیرلنډ لوبډلو ته بشپړغړیتوب ور کړ. د بشپړ غړیتوب د ترلاسه کولو له کبله به اوس دا دوې لوبډلې د څلور ورځنیو لوبو پر ځای پنځه ورځنۍ لوبې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *