د افغانستان د کرکټ لپاره ۲۰۱۶ له بریو ډک کال و

۲۰۱۶ میلادي کال د افغانستان د کرکټ لپاره خورا بریالی کال و، په دغه کال کې افغان کرکټ لوبډله ډېره بریالۍ وه.
افغان کرکټ ملي لوبډلې په دغه کال کې د کرکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره يوې بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې زیمبابوې ته د شل اوریزو او یو ورځنيو لوبو په سیریزو کې ماتې ورکړه.

په همدغه کال کې افغان لوبډلې په هندوستان کې د شل اوریزو لوبو په نړيوال جام کې د شل اوریزو لوبو اتلې لوبډلې وېسټ انډیز ته په ماتې ورکولو نړيوال ګوته په غاښ کړل.

افغان کرکټ لوبډلې په ۲۰۱۶ کال کې په شل اوریزو لوبو کې د ډېرو بریاوو له اړخه له هندوستان وروسته دوهم ځای خپل کړ.

همدارنګه افغان لوبغاړو هم د نړۍ د غوره لوبغاړو په ډله کې ښه ځایونه خپل کړل.

په سوداګریزو سیالیو کې د بنګله‌دېش غوره لیګ او د پاکستان غوره لیګ سیالیو کې ښه وځلېدل، شهزاد، نبي او راشد ارمان په دغو سیالیو کې د نړيوالو پام ځان ته واړوو.

افغان لوبډلې د همدې کال په وروستیو کې خپلې سرسختې سیالې لوبډلې متحده عربي اماراتو ته په يو سیریز کې درې په سفر ماتې سره سیریز په خپل نوم کړ.

همداشان په کور دننه هم، څلور ورځنۍ، يو ورځنۍ او د شپږیزې ولایتي سیالۍ هم د ډېرو مینه‌والو د  پام وړ وې چې د ملي لوبډلې د يو شمېر لوبغاړو تر څنګ يو شمېر ځوان لوبغاړي هم په‌کې ښه وځلېدل.

د افغانستان د کرکټ نولس کلنې لوبډلې هم په دغه کال کې د تېر کال په پرتله ښې سیالۍ وکړې چې د اسیا جام سیالیو کې یې درېیم مقام خپل کړ.

د افغانستان د کرکټ د ۲۰۱۶ م کال وروستۍ بریا په متحده عربی اماراتو کې وه. افغان ملي ټیم له کوربه هیواده ۳ شل اووریزې مسابقې وګتلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *