د غوراوي د کمېټې د مشر په توګه د منګل انتخاب غوره پرېکړه

تاند- د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کیپتان نوروز منګل له ملي ټیمه تقاعد شو او د کرکټ بورډ د غوراوي د کمېټې مشر وټاکل شو.

ښاغلي منګل په نړیوالو مسابقو کې له ګډونه خپل تقاعد نن /سې شنبه/ په کابل کې یوې خبري غونډې ته اعلان کړ.

په عین وخت کې د افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې نوروز منګل به د کرکټ بورډ د غوراوي د کمېټې د مشر په توګه کار وکړي.

دې ته په پام چې منګل هم د کرکټ ښه تجربه لري او هم ټول لوبغاړي ښه پېژني د کرکټ بورډ د غوراوي د کمېټې د مشر په توګه د ده ټاکنه ښه انتخاب ګڼل کېږي.

۲۸ کلن منګل په ۴۹ نړیوالو یو ورځینیو مسابقو کې ۱۱۳۹ منډې کړي دي.

ده په ۳۰ شل اووریزو سیالیو کې ۴۵۴ منډې کړي دي.

منګل همداراز په ۲۴ لومړی درجه کرکټ سیالیو کې ګډون کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *