افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې دوه نوي مشران اعلان کړل
ــ تاند
د افغانستان کرکټ بورډ د ۱۹ کلونو کرکټ ملي لوبډلې پخوانی بهرنی روزونکی انډي مولز او د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی مجاهد ځدراڼ د غوراوي کمېټې د مشرانو په توګه اعلان کړل. یاد کسان د غوراوي کمټې د پخوانېو مشرانو دولت خان احمدزي او باچا حسین پر ځای ټاکل شوی دي.
د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي نن سې شنبه د «غبرګولې پر ۲۱مه» د یادو کسانو د اعلان پر مهال وویل “موږ د ښاغلي دولت خان احمدزي پر ځای دوه تنه معرفي کوو، چې یو بهرنی دی انډي مولز … او بل هم ورسره مجاهد ځدراڼ، دغه دواړه د افغانستان کرکټ بورډ خصوصاً د ملي ټیم او الف لوبډلې انتخاب به له دوی سره وي.”
د کرکټ بورډ مشر د دې ترڅنګ نظیم جار عبدالرحیمزی چې مخکې د کرکټ بورډ د لوبو د پراختیا برخې مسؤل و، د کرکټ بورډ د میډیا کمېټې د مشر او شاهد الکوزی، عتیق عباس، منهاج او دریځ د افغانستان د راتلونکي غوره لیګ د کمېټې د مشرانو په توګه اعلان کړل.
ښاغلي فضلي زیاته کړه چې د نړیوال جام تر پای ته رسېدو وروسته به د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیوي رئيس هم شرایطو ته په کتو وټاکل شي.
په افغانستان کرکټ بورډ کې دا تازه بدلونونه داسې مهال کیږي چې افغان ملي لوبډله اوس د پخوا په پرتله د زیات فشار لاندې ده او په نړیوال جام کې یې سر په سر ۳ سیالۍ بایلودې او لا هم د نړۍ د سختو لوبډلو په وړاندې سیالۍ لري چې ګټه ترې ستونزمنه ښکاري. د کرکټ زیات مینه وال د افغانستان له کرکټ بورډ څخه غواړي چې حق دې په حقدار وسپاري او ملي لوبډلې ته دې وړ لوبغاړي ور معرفي کړي، څو د هېواد لپاره ویاړونه او بریاوې په ډېرې اسانۍ خپلې کړي.