د نړۍ په کچه کرام الدین کریم د فوټبال تر ټولو جګپوړی چارواکی په جنایت تورن کېږي

ـ تاند

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې د افغانستان فوټبال فدراسیون د پخواني ریئس کرام‌الدین کریم د نیولو لپاره د افغان حکومت پرېکړه څېړلې ده.

د فوټبال نړیوال فدراسیون(فیفا) د هغو څېړنو په پایله کې چې په ډسمبر کې پیل شوې وې، تېره ورځ کرام الدین کریم د فوټبال ښځینه لوبډلې له یو شمېر غړو سره په ناوړه جنسي چلند تورن او د تل لپاره یې د فوټبال له اړوندو فعالیتونو منع کړ.
نیویارک ټایمز دغه راز لیکلي، کرام الدین کریم د فیفا له لورې د یو میلیون سویسي فرانکو جریمې په ورکړه هم محکوم شوی او د یکشنبې په ورځ یې له لویې څارنوالۍ غوښتنه کړې وه چې هغه ونیسي.

نیویارک ټایمز لیکلي، کرام الدین کریم د نړۍ په کچه د فوټبال تر ټولو جګپوړی چارواکی دی چې په جنایت تورن کېږي.

ورځپاڼه زیاتوي، تر اوسه معلومه نه‌ ده چې ایا افغان پولیس به د تورن په نیولو وتوانېږي او که ‌نه؟ د مطلب په وروستۍ برخه کې راغلي، کرام‌الدین کریم وسله‌ وال کسان لري او یو ځل دمخه یې چې د لرې کولو لپاره اقدام شوی و؛ نو د حکومت امر له منلو یې ډډه کړې وه.

اېنډیپېنډېنټ ورځپاڼې هم د کرام‌الدیم نیولو ته اشاره لري. اېنډیپېنډېنټ په لومړي ځل په تېر نوامبر کې د دغو ادعاوو راپور ورکړی و.

دا ورځپاڼه اوس لیکي، د افغانستان فوټبال ښځینه ملي لوبډلو پر ځینو غړو د جنسي تېري او له هغوی سره د ناوړه چلند پېښې په فبرورۍ کې په کابل کې د فوټبال فدراسیون په مرکزي ودانۍ او اردن کې د نجونو روزنې په یوه کمپ کې شوې وې.

اینډیپېنډېنټ لیکلي: په افغانستان کې د جنسي تېریو قرباني مېرمنې اکثره وخت د «حقیقت» په ویلو کې زړه نا زړه وي، ځکه له دې وېره لري چې خپله په زنا او فحشا تورنې نه ‌شي.