د فوټبال نړیوال فدراسیون د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس کرام الدین کریم غوښتنه رد کړې ده. هغه له فیفا غوښتي وو چې د ۹۰ ورځو لګول شوی بندیز لېرې کړي.
د امریکا غږ د راپور له مخې: فیفا د درویو میاشتو لپاره د هغه دنده ځنډولې ده.د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا وایي چې ددې سازمان د اخلاقي چارو قاضي د افغانستان د فوټبال د فدراسیون په رئیس کرام الدین کریم باندې د فیفا له لورې د ٩٠ ورځو د گوښه کیدو پریکړه تائید کړه.
ښاغلی کریم د افغانستان د ښځو د فوټبال د ټیم د یو شمیر غړو له خوا په بد چلند، جنسي ځورونې تاوتریخوالي تورن شوی دی.
ددغو تورنو په نتیجه کې د فوټبال نړیوال فدراسیون د ښاغلي کریم دنده د ٩٠ ورځو لپاره وځنډوله. اوس د نړیوال فدراسیون مسؤلینو ویلي چې کیدای دغه بندیز نورې ۴٥ ورځې هم اوږد کړای شي.
د افغانستان د ښځو د فوټبال د ټیم د یو شمیر غړو له خوا لږیدلي تورونه لومړی ځل د بریتانیا د گاردین ورځپاڼې له لورې خپاره شول چې دننه په افغانستان او بهر کې له زیاتو غبرگونونو سره مخامخ شول.
د افغانستان لویې څانوالۍ ددغو تورونو د څیړلو لپاره پلټنې پیل کړل او ښاغلي کریم په گډون د افغانستان د فوټبال د فدراسیون پنځه غړي یې د تحقیقاتو تر پایه د هیواد نه بهر ته له تللو بند کړل.
ښاغلي کریم د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې له پر ده باندې لگیدلي تورونه رد کړي دي او د فرانسې خبري اژانس سره په مرکه کې یې ادعا کړې چې دغو کسانو پرې پدې خاطر تور لگولی چې په اروپا کې یې د پناغوښتنې ومنل شي.