د پخواني سویلي افریقایي ډیویډ ریچرډسن په ځای اوس هندی مانو ساوني د کرکټ نړېوالې شورا ICC نوی اجرایوي مشر وټاکل شو.
د یادونې وړ ده چې مانو ساوني ددی وړاندی د سنګاپور سپورټس هب مشر وو، د انګلستاني فوټبال کلپ مانچسټریونایټیډ سره هم پاتی شوی او اوس د ESPN STAR SPORTS عموميمدیر وو.
ساوني د ۴ مخکښو کاندیدانو له ډلې د کرکټ نړېوالې شورا دغی ستری دندی ته بریالی شوی دی.
دیادونې وړ ده چې داوسني اجرایوي مشر ډیویډ ریچرډسن دنده د سږ کال ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام وروسته پای ته رسیږي چې په جولای میاشت کی به ساوني ددغه دندی مسولیت په غاړه واخلي