د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریس عزیز الله فضلي، اجرايوي ریس شفیق الله ستانکزي او ورسره پلاوي ختیځو ولايتونو ته د خپل رسمي سفر په لړ کې تېره ورځ کونړ ولايت ته هم لاړل او د دې ولايت له والي عبدالستار میرزکوال سره یې د ناستې ترڅنګ په کونړ کې له مدرسې سره د کرکټ اکيډمي تبادله او په معیاري بڼه د مدرسې جوړولو چارې پيل کړې.
په دې ناسته کې د کرکټ بورډ عمومي ریس عزیز الله فضلي وویل کونړ د افغانستان کرکټ په تاريخ کې غوره استعدادونه روزلي دي او لا هم لا ښه ځوانان لرو چې د افغانستان استازولي وکړي.
ښاغلي فضلي وویل له کرکټ سره د کونړي ځوانانو بې سارې مينې، د کونړ ولايت ښکلا او د دې سيمې غوره استعدادونو ته په کتو سره غواړي اوسنی لوبغالی پراخه کړي.
همدارنګه عزیزالله فضلي وویل (( د کونړ لوبغالي د پراخيدو یوه ستونزه له لوبغالي سره نيږدې د مدرسې شتوالی و چې لوبغاړو مو نه شو کولای په ډاډ منه فضا کې لوبې ترسره کړي او مونږ خپل فعالیتونه مخ ته یوسو. د کونړ له والي، د معارف له ادارې او علماوو ډيره مننه کوم چې زمونږ غوښتنه یې ومنله او زمونږ د اکيډمۍ له ځمکې سره یې د مدرسې ځمکه بدله کړه چې نن به په عملي توګه د مدرسې د جوړولو چارې د ۳۹ لکه افغانيو په ارزښت پيل کړو او د مدرسې په ساحه کې به په راتلونکي کې يوه معیاري اکيډمي او او مېلمستون جوړوو))
دغه راز د کرکټ بورډ اجرایوي ریس شفیق الله ستانکزي وویل چې د خپلې ژمنې پر اساس یې تير کال په کونړ کې د افغانستان کورنيو سيالیو د لومړۍ کچې (احمدشاه ابدالي څلور ورځنۍ ) سيالۍ په کونړ کې ترسره کړې او موخه یې همدا وه چې دلته کرکټ وده وکړي.
ښاغلي ستانکزي په خپلو څرګندونو کې وویل (( کونړ یو غرنی ولايت ده نو ځکه په نورو سيمو کې ځمکه کمه ده او د اوسني لوبغالي چار چاپيره بايد دومره ځمکه په واک کې راکړل شي چې لوبغالی مو معیاري شي او د ليدونکو لپاره د ناستې ځایونه په کې جوړ کړو. ))
نوموړي وویل په راتلونکي کې کرکټ بورډ اداره په پلان کې لري چې یوه مجهزه اکيډمي، مېلمستون او پويلين په کونړ کې ولري چې دغه کړنې یواځې د لوبغالي ساحې په پراخيدو سره عملي کيدای شي.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال دې ولايت ته د کرکټ بورډ مشرتابه او ورسره پلاوي په سفر خوښي څرګنده او وی ویل کرکټ ملي ویاړ دی او د هېواد اکثريت ځوانان په همدې لوبې سره راټول دي نو دولت هم د دې لوبې لپاره هر ډول سهولتونو برابرولو ته ژمن دی.
ښاغلي میرزکوال ژمنه وکړه چې د کونړ لوبغالي په پراخيدو کې به زر تر زره اقدامات وکړي او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې وښود