شهزاده علي الحسین، له فیفا وغوښتل چې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون پر ضد جدي اقدام وکړي

تاند- شهزاده علي بن الحسین د پنجشنبې په ورځ د فوټبال له نړیوال فدراسیون (FIFA) څخه وغوښتل چې د جنسي تېري د ادعاوو پر سر د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د رييس پر خلاف سخت اقدام وکړي.

شهزاده علي بن الحسین، چې د اردن د پاچا درېم زوی دی، دوه ځلې د فیفا ریاست ته کاندید شوی دی.

فیفا روانه اوونۍ د دې فدراسیون د اخلاقي چارو د کمیسیون په غوښتنه د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مخکیني رييس کرام الدین کریم د دندې د ځنډېدو موده ۹۰ ورځې نوره اوږده کړه.

په دې اړه شهزاده علي ویلي«دا اضافه موقوفي د رييس (کریم) پر خلاف د لګېدلیو تورونو د څېړلو لپاره حیاتي ده او باید لومړیتوب ورکړل شي.»

کرام الدین کریم

د افغانستان د فوټبال د فدراسیون پخوانی ريیس کرام الدین کریم په دې تورن دی چې د هیواد د فوټبال د نجونو د لوبډلې له غړیو سره یې جنسي بدسلوکي کړې ده.

اردني شهزاده همداراز وویل«تر څو چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون ثابته کړې نه وي چې د لوبغاړو د ساتنې او د ساتنې د پروسې لپاره یې تګلارې عملي کړي، د افغانستان د فوټبال د فدراسیون او د دې فدراسیون پر ټولو مسولانو باید جدي بندیزونه ولګول شي.»

ده همداراز وویل«د افغانستان د فوټبال ټول مسوولان چې په وروستۍ رسوايۍ کې د تور ګوته ورته نیول شوې، باید د افغانستان د فوټبال د فدراسیون اجرايي کمېټې، د فیفا (د فوټبال نړیوال فدراسیون) او د افغانستان د فوټبال د فدراسیون په راتلونکو انتخاباتو کې هیڅ پوسټ ته ځانونه کاندید نه کړي.»

د افغانستان د فوټبال د فدراسیون رسوايي هغه مهال څرګنده شوه چې د تېر کال په دسمبر کې بریتانیايي ورځپاڼې (ګارډین) راپور خپور کړ چې د افغانستان د نجونو د فوټبال یوې لوبغاړې خالدې پوپل د لوبډلې د پخوانیو لوبغاړو څرګندونې افشا کړې.

دوی ویلي چې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون مشرانو له جنسي زور زیاتي او جنسي تېري رانیولې د مرګ تر ګواښه راز راز بدسلوکي ورسره کړې ده.

له دې راپوره وروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې دې بوږنوونکي خبر سخت ټکان ورکړی دی.

کریم د ځان په اړه تورونه ردوي، وايي چې د یوې داسې دسیسې ښکار شوی چې شواهد نه لري.