افغان لوبډله به سبا (جمعه) د ایرلینډ خلاف ټيسټ لوبه پېل کړي

حضرت عثمان نوري

د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ټېسټ لوبه سبا د هند په دهرادون ښار کې د پلازمېنې کابل پر وخت دسهار په ۸ نیمو بجو پیلیږي. افغان او ایرلینډ دوه هغه لوبډلې دي چې د کرکټ د نړیوالې شورا څخه یې په ۲۰۱۷ کال  بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، چې تر دې دمه دواړو لوبډلو د ټیسټ یوه یوه لوبه کړې ده او د دواړو لوبډلو دا  دوهمه ټیسټ لوبه بلل کیږي. افغان لوبډلې خپله لومړۍ ټیسټ سیالۍ د هند خلاف وکړه چې هند وګټله اوس د کرکټ پوهانو او مبصرینو باور دا دی چې د سبا ورځې پيلیدونکي سیالۍ به د افغان لوبډلې په بریا پای ته رسیږي.

افغان لوبډلې خپله لومړۍ ټیسټ سیالۍ هندوستان ته بایللې او ایرلینډ لوبډلې بیا خپله لومړۍ ټیسټ سیالۍ اکستان ته بایللې ده.

د سبا ورځې ټیسټ لوبه د افغانستان په کوربه توب د هندوستان په راجیو ګندي لوبغالي کې ترسره کیږي. د دې سیالیو جام د افغانستان د تاريخي ابدې (د جام څلي) په څېر جوړ شوی دی، چې تېره ورځ رسنېو ته وښودل شو.

هېره دې نه وي چې افغان او ایرلینډ کرکټ لوبډلو څو ورځې وړاندې د شل اوریزو او یو ورځنېو سیالېو لوبلړې ترسره کړې، شل اوریز لوبلړ یې خپل او د پنځوس اوریزو سیالېو لوبلړ یې بیا مساوي پای ته ورساوه. اوس افغان لوبډله د ټیسټ سیالۍ د ګټلو په موخه د سبا ورځې ټیسټ سیالۍ ته پوره چمتوالی ښایي او د خپل ټیسټ تاریخ دوهمه سیالي د ایرلینډ خلاف کوي.