افغان لوبډله د مۍ پر ۸مه د سکاټلینډ خلاف د ۲ پنځوس اوریزو سیالېو پړاو پېلوي

راپور: حضرت عثمان نوري

د افغانستان کرکټ بورډ تایئد کړه چې ملي لوبډله به یې پوره ۵۷ ورځې وروسته سکاټلیند ته سفر وکړي او هلته به د یاد هېواد له ملي لوبډلې سره د دوه یو ورځنېو سیالېو پړاو پرانیزي.

افغان کرکټ ملي لوبډله دې سیالېو ته له وړاندې د پوره چمتوالي په حالت کې ده او لا هم په ګټورو او لاسته راوړنکو سیالېو بوخته ده.

وړاندې له دې چې افغان کرکټ ملي لوبډله سکاټلینډ ته ولاړه شي، په اوس وخت کې د ایرلینډ خلاف د کرکټ په هر ډول فارمټونو کې ولوبېد، درې شل اوریزې سیالۍ یې هم په خپل نامه کړې، وروسته یې بیا د یو ورځنېو سیالېو سیریز مساوي کړ او اوس دادی د ټیسټ سیالۍ لپاره شېبې شماري.

افغان کرکټ بورډ د خپلې ملي لوبډلې سفر سکاټلینډ ۵۷ ورځې وروسته یاد کړ او ویې ویل چې هلته به د مۍ میاشتې پر  ۸مه نېټه افغانستان د سکاټلینډ سره د دوې یورځنېو لوبو پړاو پېلوي.
د سکاټلینډ له سفر وروسته افغان لوبډله ایرلینډ هیواد ته ځي هلته د همدې میاشتي پر ۱۹ سم تاریخ باندي دوې یورځنۍ لوبي ترسره کوي.

هېره دې نه وي چې د ۲۰۱۵ کال د یو ورځنېو سیالېو  نړیوال جام سیالېو کې هم افغان لوبډلې سکاټلینډ ته ماته ورکړې وه چې په همدې بریا سره یې د نړیوالو فکر ځان ته راجلب کړ او د کرکټ نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب او د ټیسټ درجې په اړه یې د آی سي سي شورا فکرمنه کړه چې بالاخره افغان لوبډلې دا ویاړ هم ترلاسه کړ.