حضرت عثمان نوري

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا ومنل شوه چې ظاهرخان او سید شېرزاد د ایرلنډ پر وړاندې ټېسټ لوبډلې ته اضافه شول. افغان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې په خپلو کې سره لومړی د ۳ شل اوریزو سیالېو لوبلړ وکړ چې افغان لوبډلې په خپل نوم کړ او ۳ د صفر پر وړاندې یې ایرلینډ مات کړ.

له هغې وروسته بیا افغان لوبډله د همدې ایرلینډ خلاف په ۵ یو ورځنېو سیالېو بوخته شوه، ۴ سیالۍ پکې ترسره شوې، لومړۍ دوې افغان لوبډلې وګټلې او وروستۍ دوې سیالۍ بیا د دوامداره اورښت له امله لغوه اعلان شوه.

اوس د ټیسټ لوبې وار دی او دې لوبډلې ته دوه پیاوړي او د اټکل له مخې یاد کرکټ فارمټ سیالېو ته چمتو لوبغاړي هر یو سعید شیرزاد او ظاهر خان لوبیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د ایرلند پر وړاندې د افغانستان د یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ لپاره چې د هندوستان دهرادون ښار په راجیوګاندي نړیوال لوبغالي کې ترسره کېږي؛ ظاهرخان پکتین او سید احمد شېرزاد هم لوبډلې کې شامل کړي دي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دا دوهمه رسمي ټیسټ سیالۍ ده چې په نړیوال فارمټ کې یې کوي، له دې وړاندې یې وروسته له هغې چې د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي افغان کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ درجه او یا بشپړ غړیتوب ورکړ، افغان لوبډلې خپله لومړۍ ټیسټ سیالۍ د هند خلاف وکړه چې هند وګټله اوس ددې سیالېو فارمټ کې افغان لوبډله دوهمه ټیسټ سیالۍ د هند په دهرادون ښار کې د روانې مارچ میاشتې په ۱۵مه نېټه ترسره کیږي.