د افغانستان ملي لوبډلې سوکه توپ اچوونکي راشد خان په ټولو نړيوالو لوبو کې ۲۰۰ ويکټې پوره کړې. د ايرلنډ پر وړاندې پنځمه يو ورځنۍ سيالۍ کې د پال سټرلينګ په ويکټه ترلاسه کولو په نړيوالو لوبو کې چې شل اوريزې، يو ورځنۍ او ټيسټ لوبې شاملې دي ۲ سوه ټولټال ويکټې ترلاسه کړې.

راشد خان چې د نړۍ پرمخ منل شوی توپ اچونکی دی په تېره نږدې کې يو شمېر ريکارډونه په خپل نوم کړي دي، نوموړي په ټولو ۹۵ نړيوالو سياليو کې ۲۰۰ ويکټې اخيستې دي.

ګوګلي ماسټر راشد خان د پاول سټرلينګ ويکټې په ترلاسه کولو سره په نړيوال کرکټ کې ۲۰۰ ويکټې پوره کړې، نوموړي په ۵۶ یو ورځنیو لوبو کې ۱۲۳، په ۳۸ شل اوریزو کې ۷۵ او په يوه ټیسټ سيالۍ کې ۲ ويکټې اخستې دي
شل کلن راشد خان په ۲۰۱۸م کال کې تېر ټول ريکارډونه مات کړل او زياتې ويکټې اخيستونکی لوبغاړی شو، نوموړي په ياد کال کې ۹۷ ويکټې ترلاسه کړې وې، همدا ډول يې د چټکو ۱۰۰ ويکټو اخيستلو ريکارډ هم خپل کړی و او د کال په غوره لوبډله کې هم شامل شوی و.