راشد خان د کرکټ حیرانوونکی لوبغاړی

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله رسمي فسبوک پاڼه لیکلي دي: د کرکټ د نړۍ افسانوي ستوری راشدخان په نړیوالو لوبو کې تر ټولو کم عمره ځوان دی چې د خپل هیواد د لوبډلې لوبډلمشري یې کړې؛ نوموړي تر ټولو توپ اچونکوو په کمو لوبو کې د ۱۰۰ ويکټو پوره کولو ویاړ هم لري. راشد د یوه ځوان توپ اچونکي په توګه اوس د شل اوریزو لوبو د توپ اچونکو په ډلبندۍ کې لومړی ځای لري.

راشد خان د افغانستان ملي لوبډلې مرستیال لوبډلمشر دی، په څو سیالېو کې د افغانستان لوبډلمشر هم پاتې شوی دی. پوره نوم یې راشد خان ارمان دی او نوموړی د سپټمبر په شلمه نېټه زیږېدلی دی، راشد خان د نن ورځې په ګډون شل کاله او ۸۷ ورځې عمر لري. په ښي لاس توپوهنه کوي او په ښي لاس لیګ بریک ګوګلي خطرناکه توپ اچونه کوي.

راشد ددې ترڅنګ چې یو ښه توپ اچونکی دی، د یو بهترینه توپوهونکي تمه هم ترې کیږي او د اړتیا پر وخت جادوګره توپوهنه هم کولای شي. لکه چې وړاندې مو وویل راشد خان د نورو توپ اچوونکو په پرتله په ډېرو کمو لوبو کې تر دې مهاله د سلو ویکټو د پوره کولو ویاړ هم له ځانه سره لري اود شل اوریز کرکټ په فارمټ کې د ښه توپ اچونکي لومړی مقام لري.

نوموړی د افغانستان څخه بهر په بېلابېلو لیګونو کې په ډېرو لوړ قیمت اخیستل شوی دی او غوره لوبې یې ورته کړي دي. سږ کال د هندوستان ای پي ایل سیالېو ته د درې افغان لوبغاړو څخه یې یو خان دی چې پرته له بولۍ د پخوانۍ لوبډلې له لورې اخیستل شوی دی.